اسلامي امارت، پاکستان ته د امریکايي وسلو د قاچاق په اړه د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور په ردولو سره ویلي، چې دا ډول تجهیزات له تېرو وختونو په تورو بازارونو کې شتون لرلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، چې په افغانستان کې د امریکا ټول پاتې شوي پوځي تجهیزات، د افغانستان د سرپرست حکومت تر کنټرول لاندې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي:«په افغانستان کې ټول نظامي مهمات او ټولې وسلې په خوندي او محفوظ شکل ډيپو شوي او دلته د دغسې وسایلو هر ډول پېر، پلور او قاچاق مخه نیول شوې ده.»
له دې مخکې، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه څېړنیز راپور کې ادعا کړې، ۶۳ میله هغه وسلې، چې په پاکستان کې له جنګیالیو نیول شوې دي، په اصل کې د امریکا له خوا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د دغه هېواد د شل کلن پوځي حضور پر مهال ورکړل شوې وې. په دغه راپور کې دغهراز ادعا شوې، چې ځينې امریکايي وسلې، لکه ټوپکونه، ماشینګڼې او د شپې لید عینکې، دا مهال د پاکستان د طالبانو تحریک یا (ټيټيپي) او نورو وسلهوالو لاسته لوېدلې دي.
د واشنګټن پوسټ د راپور په یوې برخه کې راغلي:«ټوپکونه، ماشینګڼې او د شپې لید عینکې، چې د امریکا له خوا د افغانستان له ثبات سره د مرستې لپاره لېږل شوې وې، اوس د پاکستاني طالبانو لاس ته ورغلي، او د ځایي چارواکو په وینا، د یوه اټومي وسلهوال هېواد د امنیت د ګډوډۍ لپاره ترې کار اخیستل کېږي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی ګل محمدالدین محمدي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«هغه وسلې چې پاکستاني چارواکي وايي، د ټيټيپي لاس ته ورغلي دي، ښايي هغه، هغه وسلې وي چې امریکایانو به وسلې د پاکستان له لارې افغانستان ته راتللې او پاکستان په هماغه وخت کې امریکا ته لار ورکړې وه، چې امریکايي وسلې افغانستان ته د پاکستان له لارې راشي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم څرګندوي:«امریکايي وسلې نه یوازې په افغانستان کې پاتې دي؛ بلکې د متحده ایالاتو له لوري دغسې وسلې د خلیجي هېوادونو او د نړۍ نورو سیمو ته هم پلورل کېږي. نو له دې امله، دا چې دغه وسلې د ډیورند کرښې هاخوا د ځینو کسانو لاس ته ورغلي، د دې معنا نهلري، چې ګواکې له افغانستانه انتقال شوي دي؛ بلکې احتمال شته چې دا وسلې یې له خلیجي هېوادونو ترلاسه کړې وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ټینګار کړی و، چې واشنګټن غواړي په افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات بېرته واخلي. بل پلو، اسلامي امارت ویلي، چې دغه تجهیزات په افغان ولس پورې اړوند دي.
په دې اړه مو اندونه