Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي سره د قزاقستاني پلاوي کتنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د قزاقستان د سټراټېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د رییس په مشرۍ کابل ته راغلي قزاقستاني پلاوي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اړیکې نه یوازې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پراخې شي؛ بلکې سیاسي اړیکې دې هم لوړې کچې ته ورسول شي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل په دې هکله ویلي:«متقي صاحب وویل چې افغانستان د قزاقستان جمهوریت ته د نږدې ملګر هېواد په سترګه ګوري او موږ هیله لرو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل به لا نور هم پراخ شي. د هغه په وینا، افغانستان هیله لري، چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پرمختګونو ترڅنګ د سیاسي اړیکو د کچې د اوس پرتله نور هم لوړه شي.»

په دغې کتنه کې دواړو خواوو د بیارغونې، زیربناوو پراختیا، د قزاقستاني متخصصینو له تخنیکي تجربو څخه د ګټې اخیستنې، کرنې، سوداګرۍ، صنعت او برېښنايي حکومتدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراخولو هم خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي تکل په دې هکله زیاته کړه: «د هغه په خبره د قزاقستان ولسمشر د افغانستان مسایلو ته ځانګړې پاملرنه لري، او همدا‌ لامل دی، چې  اوس مهال دواړه هېوادونه ښې اړیکې او پراخ تعامل سره لري.»

بل‌خوا، ځينې سیاسي کارپوهان د افغانستان او د منځنۍ اسیا، په ځانګړي توګه د قزاقستان ترمنځ پیاوړې اړیکې د افغانستان په ګټه ګڼي.

 سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وایي: «قزاقستان یو ځواکمن او نفوس‌لرونکی هېواد دی، موږ کولی شو له دوی سره، نه یوازې سوداګرۍ وکړو؛ بلکې په سیاسي او فرهنګي برخو کې هم همکاري پراخه کړو. له اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې له امله دا یو فرصت دی چې باید دواړه هېوادونه ترې ګټه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې د قزاقستان د سفارت شارژدافیر هم ویلي و، چې استانه د افغانستان ثبات د ټولې سیمې او مرکزي اسیا لپاره مهم ګڼي او په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو ټينګار کړی و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه