Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ماینونو د خطر زنګ؛ ۱۱۵۰ کیلومتره مربع خاوره لا هم ناامنه ده

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې په کابل کې د ماینونو د خطرونو په تړاو د پوهاوي نړۍواله ورځ ونمانځله.

په دې غونډه کې د ماین ‌پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس وویل، لا هم د افغانستان شاوخوا ۱۱۵۰ کیلومتره مربع خاوره په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده.

د ماین ‌پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستم ‌خېل وویل:«په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۰۳کیلومټره مربع سیمه، له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې ده. د یادونې وړ ده، چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، ماینونه او ناچاودي توکي د هېواد د وګړو د مرګ ژوبلې اصلي عامل پاتې شوي دي.»

 د ماین پاکۍ مؤسسو استازی نثار احمد عمرزی هم وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت له مسوولانو مو غوښتنه دا ده، چې د ماین پاکۍ موسسو سره دې د هېواد په ټولو برخو کې، مرسته وکړي او د دوی ملاتړ کوونکي پاتې شي.»

بلخوا، د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوولي ادارې سرپرست وویل، چې افغانستان د ماین پاکۍ په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ماین پاکۍ موسسو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوولي ادارې سرپرست نورالدرین ترابي په دې هکله وویل:«د ماینونو په برخو کې، په افغانستان کې چې هرڅومره موسسې کار کوي، ټولو ته زه ډاډ ورکوم، چې د دوی کارونه به موږ ‌ډېر په تېزۍ او چټکۍ سره خلاصوو.»

په غونډه کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د برخې مشر نیکولاس سټېفن وویل چې تېر کال په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۷۹ سلنه قربانیان ماشومان وو. نوموړي خبرداری ورکړ، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د بودیجې د کمښت له امله د ماین پاکۍ یوه پر درېیمه برخه کارکوونکي کم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ مسوول وايي:«یوناما اټکل کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۶۰۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شي او دا شمېر ښایي ۱٫۴ مېلیونو ته ورسېږي. راستانه شوي کسان د چاودېدونکو توکو د خطرونو د پوهاوي زده‌کړې ته اړتیا لري. د ۲۰۲۵ کال د بودیجې د کمښت له امله د ماین پاکۍ ټیمونه یو پر درېیمې برخې ته راټيټ شوي، یعنې دا مهال شاوخوا ۱۵۰۰ کارکوونکي کار کوي، په داسې حال کې، چې د دغه پروګرام په پیل کې ۱۴ زره کسان پر کار  بوخت وو.»

 په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام ‌رضا نجار وايي:«هیله لرو، چې نړۍواله ټولنه دې له رامنځته شویو فرصتو، افغانستان ته نوی او ژور لید ولري، د دې لپاره چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې ماینونه په کې ډېر دي.»

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي، د ماینونو پاکول نه یوازې له انساني اړخه مهم دي، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او کارموندنې له برخې سره هم مرسته کولای شي.

دا غونډه د ماین د خطرونو په تړاو د پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه. هر کال د اپرېل څلورمه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوولي ادارې سرپرست وویل، چې افغانستان د ماین پاکۍ په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ماین پاکۍ موسسو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه