Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خلیل‌زاد اندېښنه: پاکستان له کډوالو سره داعش جنګیالي افغانستان ته لېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد خبرداری ورکړی، شونې ده چې پاکستان د کډوالو د ایستلو له بهیره افغانستان ته د داعش‌ جنګیالیو د لېږد په توګه کار واخلي.

ښاغلي خلیل‌زاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«باخبره کسان راته وایي اندېښمن دي، چې ښایي د پاکستان اداره د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره افغانستان ته د داعش ترهګرو د لېږلو لپاره کار واخلي. زه هم په دې اندېښنه کې شریک یم.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال په دې هکله وايي:«د نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ښاغلي خلیل‌زاد او نورو بنسټونو اندېښنو ته په پام، شک نشته، چې پاکستان ښايي يو ځل بيا د افغان کډوالو د جبري ایستلو په پلمه، افغانستان ته د داعش او يا نورو ترهګرو ډلو جنګیالي داخل کړي، چې دا کار به په سيمه کې د بې‌ثباتۍ او ګډوډۍ لامل شي.»
 
له دغو څرګندونو سره هم‌مهاله، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی، چې د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې نږدې ۶۰ زره افغان کډوال د تورخم او سپین ‌بولدک له لارو هېواد ته رااړول شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوالې سازمان د اړیکو مرستیال محمد عثمان عزیزي طلوع‌نیوز ته وویل:«وضعیت په چټکۍ سره د کړکېچ خوا ته روان دی. یوازې د اپرېل میاشتې په دوو اوونیو کې شاوخوا ۶۰ زره بې اسناده افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو په زوره هېواد ته داخل شوي دي. له دې ډلې، نړۍوال سازمان ۱۶ زره افغانانو ته مرستې برابرې کړې دي.»

بل پلو، ځينې هغه کډوال، چې اوس اوس له پاکستانه را ایستل شوي، وایي د سرپنا د نه‌لرلو، د بېړنیو مرستو د نه ورسېدو او د کار موندلو په برخه کې د شته ننګونو په ګډون له جدي ستونزو سره مخ دي.

 له پاکستانه را ایستل شوي عبدالقدوس د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«له اختر سمدستي وروسته پاکستان د افغان کډوالو ایستل پیل کړل. زما ماشومان بې برخلیکه پاتې دي، کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.»

 له پاکستانه بل را ایستل شوی هم وايي:«زه په پاکستان کې زېږېدلی یم، هلته مې کار او هټۍ درلوده، بې له هېڅ شي بېرته راغلم، سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم.»

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرنو له مخې، د ۲۰۲۳ له سپټمبر میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر اپرېل میاشتې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲٫۴ مېلیونه  افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې له دې منځه ۵۴ سلنه هغه په جبري توګه ایستل شوي دي.
 
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) هم اعلان کړی، چې د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې نږدې ۶۰ زره افغان کډوال د تورخم او سپین ‌بولدک له لارو هېواد ته رااړول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه