Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تهران له کابل سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا هیله څرګندوي

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال، په سیاسي او اقتصادي برخو کې د کابل او د ایران په اړیکو کې پراختیا هیله بښوونکي بللي دي.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال غلام رضا نجاري د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړې ده.

هغه طلوع‌نیوز ته په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د تهران او کابل ترمنځ اړیکې په مناسب وضعیت کې دي او دا اړیکې په بېلابېلو برخو، په تېره بیا په سیاسي او اقتصادي برخو کې پراخې شوې دي.

 په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال، غلام رضا نجاري په دې اړه وايي: "په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا، په سیاسي او اقتصادي برخو کې او په نورو برخو کې تحولات له نېکه مرغه پرمختګ کیږي او پراختیا مومي. هیله لرو چې دغه بهیر په همدغه چټکتیا سره روان پاتې شي او په روان کال او شاید راتلونکي کال کې د اړیکو زیاتوالی او خوځښت ولرو."

تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد بنسټيزه تګلاره د دواړو هیوادونو د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د پولو پیاوړتیا او پراختیا بللې وه.

 د سیاسي چارو شنونکی، عبدالناصر شفیق وايي:  "په دې کې شک نشته چې ایران یو داسې هېواد دی چې خپل ستونزې لري، خو موږ هم خپلې ستونزې لرو، ځکه چې د دواړو هېوادونو مشترکات دا اړتیا منځ ته راوړي چې یو له بل سره نږدې واوسو، ځکه چې هغه ننګونې چې د دواړو هېوادونو پر وړاندې حضور لري، باید په ګډه ورسره مقابله وکړو او ثابت قدم پاتې شو."

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، حمیدالله هوتک هم وايي: "هر هېواد د خپلو ملي ګټو لپاره کار کوي. په دې وروستیو کې موږ ګورو چې ایران په دې وروستیو کې افغانستان ته نږدې شوی، خو جرأت یې نه لري چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپیژني. زموږ ټینګار بیا هم دا دی چې هر هېواد او خلک یې د خپلو ملي ګټو لپاره کار کوي."

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د مثبتو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي وو، چې په افغانستان کې حاکمیت او امنیت ټینګ شوی او شرایطو د تېر پرتله مثبت بدلون موندلی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه