د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون وایي، یواځې تیره ورځ (پنجشنبه) پنځه زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه کړای شوي دي.
د شمېرو لمخې، ۳ زره او ۵۰۰ دغه کسان د تورخم له لارې هېواد ته راغلي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس چې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه تورخم ته تللی و، کډوالو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو ډاډ ورکړی دی.
د کډوالو د حقونو فعال، نظر نظري و ویل: «د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د کډوالو او بې ځایه شویو په برخه کې مهم رول لري. په لومړي ګام کې باید د سرپناه او روغتیا په ګډون بېړنۍ مرستې برابرې شي او په ورته مهال ورته د زده کړو فرصتونه برابر شي.»
اخوا بیا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د کډوالو اجباري ایستل د پاکستان "احساساتي" پریکړه بللې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې دې موضوع ته باید جدي پام وکړي.
مولانا فضلالرحمن ویلي: «ما حکومت ته وړاندیز وکړ چې افغان کډوال دې په درېیو ډلو و وېشي: لومړی: د ډاکټرانو او انجینرانو په ګډون هغه افغانان چې دلته یې زدهکړې کړې دي، باید د هغوی له مهارتونو د پاکستان په ګټه کار واخیستل شي. دویم: هغه افغانان چې له تېرو ۳۵ یا ۴۰ کلونو راهیسې یې دلته پانګونه کړې، که خپلې پانګې او پیسې وباسي، پاکستان زیانمنېږي او بانکونه پرځول کیږي. دغه پانګې دې وساتلې شي او د پاکستان په ګټه دې ترې ګټنه وشي. درېیم: هغه زده کوونکي دي چې اوس په دولسم ټولګي کې دي، لیسانس لري یا ماسټران دي، که بېرته افغانستان ته لاړ شي، نو له سره به یې پیلوي، زده کړه انساني حق دی.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ناروې د افغان کډوالو د ایستلو له امله پر پاکستان نیوکه کړې او ژمنه یې کړې چې له دغو کډوالو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د دغه وزارت ویند زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت چارسمبالي د دغه وزارت له سرپرست سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: «مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د کډوالو جبري ایستل له ټولو اصولو سره په ټکر کې وبلل او د کډوالو د مسلې د دایمي حل لپاره یې د نړۍوالو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي و ویل چې اسلامي امارت د کډوالو لپاره د دايمي سرپناه طرحه ارزوي او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، د روانې زېږیزې میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې د تورخم او سپین بولدک له لارو نږدې ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته راغلي دي.
په دې اړه مو اندونه