د کندهار مېوند ولسوالۍ کې زده کوونکي د ښوونځیو رغولو او ښوونیز بهیر د پیاوړتیا غوښتنه کوي.
دوی وايي، د تېرو جګړو له امله د ډېری ښوونځیو ودانۍ زیانمنې شوې، چې بیارغونې ته اړتیا لري.
زده کوونکي، صديق الله و ویل: «له اسلامي امارته غواړو چې مېوند ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه دغه ولسوالۍ ډېره ځپل شوې او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. باید دلته ښوونځي او د لوړو زده کړو مرکزونه جوړ شي.»
زده کوونکي، قدرت الله و ویل: «کوم ښوونځي چې جګړو کې وران شوي، باید و رغول شي، ځکه د زده کړو لپاره او ښوونځیو لپاره ودانۍ ډېرې مهمې دي.»
بل زده کوونکي، یار محمد و ویل: «دلته ځيني ښوونځي ویجاړ شوي او د ځينو ودانۍ نيمګړې دي، باید په بنسټیز ډول و رغولې شي، څو زده کوونکي پکې په ښه توګه زده کړې وکړي.»
دا مهال په مېوند ولسوالۍ کې شل ښوونځي او سل دیني مدرسي فعالیت کوي.
مهال سيمهییز مسوولين وایي، د نورو ښوونځيو فعالولو او ويجاړو شویو ښوونځیو د ودانيو رغولو په پار هڅې کوي.
د کندهار د مېوند ولسوالۍ مرستيال، بسم الله و ویل: «الحمدالله د اسلامي امارت د راتګ راهيسې د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې شل بابه ښوونځي پرانيستل شوي او دا مهال پکې زده کړې روانې دي او ترڅنګ يې سل ديني مدرسې هم په دغه ولسوالۍ کې فعالې دي. د ديني او عصري زده کړو ياد ښوونځي د دغې ولسوالۍ لپاره بسنه نه کوي، موږ وړانديزونه لېږلي، چې نور ښوونځي هم په دغه ولسوالۍ کې جوړ شي.»
د مسوولينو په خبره، مېوند ولسوالي چې د مساحت او نفوسو له پلوه لويه ده، د خلکو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې او د اسلامي امارت مشرتابه د پرېکړې پربنسټ په دوو ولسوالیو وېشل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه