قطر د ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې تازه راستنو شویو کډوالو ته یو ښارګوټی جوړوي.
د مسوولینو په خبره، دغه ښارګوټی کې به د ښوونځي، جومات او مدرسې ترڅنګ د ژوند ټولې اسانتیاوې په پام کې ونیولې شي.
د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس، حبيب اللّٰه شهیدزاده و ویل: «دا سل کورونه چي قطر يې جوړوي، ټولې اسانتياوې پکې دي، ښوونځی، مدرسه، مسجد، څو هټۍ او د څښاک پاکو اوبو شبکه چې هر کور ته به اوبو رسوي او د ژوند نورې اسانتیاوې هم پکې په پام کې نیول شوې دي.»
ورته مهال ځینې تازه راستانه شوي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د سرپناه او کارموندنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنې کوي.
عبدالواحد چې تازه له خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ سره له پاکستانه را ایستل شوی، وایي: «له دولته مې غوښتنه دا ده چې د کور نقشه مې اچولې او په جوړولو کې يې راسره مرسته وکړي، دا دوه خيمې هم کليوالو همکاري کړې، د پلار نيکه وطن مې دی، خوښ يم چې راغلو له لوږې به نه مرو ځکه کليوال او وطنوال لرم.»
راستانه شوي، رحيم ګل و ویل: «له قطر هيواده مننه کوو چې د سرپناه په برخه کې مرسته کوي، نور هيوادونه او موسسې هم بايد له راستنو شویو سره د سرپناه او نورو برخو کې مرسته وکړي ځکه له ټولو هلته شتمنۍ اخيستل شوي او پاتې دي او خالي لاس راغلي دي.»
بل راستانه شوي، عمر خان و ویل: «څوک چې راغلي او يا راځي ټول دې ته خفه دي، چې د چا کورونه نشته او د چا کاروبار، ټول د مرستې وړ دي او ښه چلن بايد ورسره وشي، د کور او نورو برخو کې بايد له دوی سره مرسته وشي.»
د شمېرو لمخې، د پاکستان له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د را ايستلو دویم کې تر دې مهاله نږدې درې سوه کورنۍ پکتيا ته راستنې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه