Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ته د اسحاق ډار سفر؛ د کمرنګه شویو اړیکو د بیارغونې هڅې

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال،به د شنبې پر ورځ، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سبا (شنبه) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، په دې یوه ورځني سفر کې به نوموړی د اسلامي امارت له رئیس ‌الوزرا، اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او په بېلابېلو برخو کې به د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت ‌علي خان په دې اړه داسې وايي: «په دغو خبرو کې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ټول اړخونه شامل وي او تمرکز به یې د دواړو هېوادونو د ګډې علاقې په ټولو برخو لکه امنیت، سوداګرۍ، سیمه‌ ییز اتصال او د خلکو  ترمنځ د اړیکو پر پراختیا وي. د لومړي وزیر د مرستیال سفر د افغانستان له ورور هېواد سره د دوامداره تعامل پراختیا ته د پاکستان د ژمنتیا نښه ده.»

له دې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې له له یوې مودې ځوړ وروسته بېرته فعالې شوې دي.

هغه د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په یوه انلاین ناسته کې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو د بهیر د بېرته فعالېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی په دې اړه وايي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېرې ناستې شوې دي، ډېرې لیدنې کتنې شوې دي، ډېرې وعدې له یو بل سره شوي دي. بار بار له پاکستاني لوري ماتې شوي دي او پر خپلو وعدو نه دي ولاړ پاتې شوي. دا ځل د افغانستان وار دی چې څنګه کولای شي پر خپلو وعدو ژمن پاتې شي او دې برخه کې ګامونه پورته کړي. 

د سیاسي چارو یو بل شنوونکی، عبدالصادق حمیدزوی هم وايي: افغانستان او پاکستان دواړه داسې هېوادونه دي چې مشترکات یې ترمنځ نه بېلېدونکي دي، نو دواړه باید داسې برنامې تر لاس لاندې ونیسي چې وکولای شي په هغوی کې متقابل احترام هم ساتل شوی وي او له دې سره سره، اقتصادي معیشت او اقتصادي برنامې هم پکې وده وکړي. 

دا پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې افغانستان ته راځې چې د اسلامي امارت او د پاکستان د چارواکو تر تماسونه او کتنې زیاتې شوې دي.

څلور ورځې وړاندې، په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او دغه راز د پاکستان ځانګړی استازی د کابل- اسلام‌اباد د همغږۍ د ګډې کمېټې (JCC) په ناسته کې ګډون وکړ.

له دې سره هممهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي  پاکستان ته سفر کړی او هلته یې له جګپوړوړ پاکستاني چارواکو سره وکتل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه