Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجاهد: له انقرې سره اړیکې د لا ښه کېدو په حال کې دي

د اسلامي امارت سرپرست سفیر د ترکیې په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا له مسوول سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا، د افغان بندیانو د لېږد د اسانتیا او افغانانو لپاره د ویزو د صادرولو په اړه خبرې وکړې. 

په ترکیه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا له مسوول سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او دوه‌ اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې محمد زبیر ودان په ترکیه کې د افغان بندیانو د لېږد او د وېزو د صادرولو د بهیر پر اسانتیا ټینګار وکړ. 

دواړو خواو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او کلتور په برخو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ کمیسیون د جوړېدو په تړاو هم خبرې وکړې.

د اسلامي امارت ویاند وايي، دا مهال د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌ الله مجاهد په دې اړه وايي:"د افغانستان او ترکیې اړیکې ډېرې ښې دي. دواړو لورو په لوړه کچه لیده کاته درلوده او همدا راز د باور او اعتماد فضا رامنځته شوې ده. د سفارت مسله هم په کار کې ده او په نږدې راتلونکي کې به حل شي."

که څه هم د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، له اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې سره د سرپرست حکومت اړیکې ډېرې نه دي پراخې شوې، خو د سیاسي چارو شنونکي وايي چې ترکیه له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبوي.

 د پوهنتون استاد، ذکي محمدي هم وايي: "زموږ اړیکې له ترکیې سره د دوه اړخیزه اړخونو له نظره ګټورې دي. یو اړخ دا دی چې ترکیه یو اسلامي هېواد دی او په اسلامي هېوادونو کې یو ځواکمن هېواد ګڼل کېږي، او بل اړخ دا چې یوه برخه یې اروپایي ترکیه ده او له اروپا او ناټو سره اړیکې لري. موږ له دغه پلوه چې له ترکیې سره اړیکې ولرو، کولی شو چې هغوی په اروپایي اتحادیې او نړیوالو کنفرانسونو کې زموږ د حامیانو رول ولوبوي."

د سیاسي چارو شنونکی، نجیب‌الرحمن شمال بیا په دې اړه وايي: "لکه څنګه چې ترکیه د ناټو فعال غړی دی او مستقیمه اړیکه له اروپایي هېوادونو سره لري، کولی شي چې د اروپایي هېوادونو د ژمنو په ترلاسه کولو کې، د افغانستان د ننګونو او ستونزو د حل لپاره او همدا راز د افغانستان نږدې کولو په برخه کې یو مهم رول ولوبوي، څو د اروپا هېوادونه د افغانستان غوښتنې پوره کړي."

تر دې وړاندې په کابل کې د ترکیې سفیر ویلي وو، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د ترکیې سفیر جنک اونال ټینګار کړی چې د افغانستان او ترکیې اړیکې تل د دواړو هېوادونو د سولې او ټيکاو پر ملاتړ ولاړې وې.

په ترکیه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او دوه‌ اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه