د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ د ځینو لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته په محدود ډول لاسرسی لري.
څېړۍ کڅ په ډنډ پټان کې یوه لیرې پرته سیمه ده چې لار یې په دې وروستیو کې د ولايتي ادارې په هڅو تازه جوړه شوې، خو پر دې لار د قومي ستونزو له امله د سيمې خلک تګ راتګ نشې کولای او له درې لسيزو راهيسې خلک په غرونو کې پلي مزلونه کوي.
د ډنډ پټان اوسېدونکي، نیاز عمر و ویل: «تکلیفونه لرم، په سترګو ړوند یم، یوازې زه نه بلکې ټول کلی په تکلیف کې دی، ښځې چې ناروغه شي یا یې کټونو او یا هم د خرو په وسیله یې روغتون ته لېږدوو.»
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، لعل مرجان و ویل: «قومي شخړې دي، د طالبانو له تېر نظام راهیسې دوام لري، چې د خاورې پر سر رامنځته شوي او زموږ لارې یې پیاده کړې او هیڅ اسانتیاوې نشته.»
څېړۍ کڅ کې شاوخوا درې سوه کورنۍ مېشتي دي، چې روغ رنځور او د اړتيا وړ توکو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
دغه سيمه کې د نجونو ښوونځي نشتون له امله هيڅ نجلۍ ښونځي ته نه ځي.
د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکي، اخلاص محمد و ویل: «زموږ د ټول کلي ستره ستونزه کلینیک نشتون دی.»
د دغې سیمې بل اوسېدونکي، باتور خان و ویل: «ستونزې مو ډېرې دي، نجونو ته دې ښوونځی جوړ شي.»
خو سيمهییز مسوولين وایي، دغې ولسوالۍ لپاره به ژر تر ژره ځینې منظور شوې پروژې پلي کړي.
د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ مرستيال، ضياءالدين عاصم و ویل: «امیر المومنین حفظه الله چې کومه بودیجه ورته ځانګړې کړې وه، ځينو ستونز ته پکې پاملرنه شوې، لکه د اوبو ستونزه وه، چې د پروژې سروې شوې او ژر به عملي شي. او د دوی لپاره یو جومات هم منظور شوی چې ژر به جوړ شي.»
د څېړۍ کڅ په ګډون د ډنډ پټان ولسوالۍ د ځینو نورو لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي هم د روغتیا، څښاک پاکو اوبو، لارو خرابوالي او مخابراتي خدمتونو ته په محدود ډول لاسرسی لري.
په دې اړه مو اندونه