Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان: د ناقانونه کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل نه‌ غځول کېږي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهبر له زور اخیستو سره هم‌مهاله، د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر ویلي، چې نور د ناقانونه کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د ایستلو لپاره، بل هېڅ ضرب‌الاجل نه غځول کېږي.

طلال چودري په دغې غونډه کې ویلي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تراوسه، څه باندې ۸۴ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

هغه ویلي:«له دې وروسته کډوالو ته هېڅ ډول وخت نه ورکول کېږي، او ټاکل شوی وخت هم نه‌غځول کېي، له دې وروسته هېڅ نا قانونه کډوال ته، چې که افغان وي او یا هم د بل هېواد، کور په کرایه نه ورکول کېږي، یا هم چاته کور په کرایه ورکړي، یا په هوټل کې مېشتېدو، دغه‌راز بیا د منقولې او نا منقولې پانګونې اجازه هم نه‌ورکول کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې په کتنو کې، د افغان کډوالو د ستونزو پر حل، له هغې ډلې د دوی د شخصي مالونو، پانګونو، حقوقي مسایلو او ملکیتونو پر خوندیتوب خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي:«زموږ هغه هېوادوال، چې له پاکستانه افغانستان ته راستانه کېږي، باید دا بهیر په منظم ډول ترسره شي. د هغوی جبري ایستل، په داسې حال کې، چې مالونه، شتمنۍ، هټۍ او کارخونې یې په پاکستان کې پاتې کېږي، زموږ د ملت او کډوالو لپاره دردونکی او خواشینوونکی دی.»

د دې سربېره، له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت ناوړه چلند، د دوی نیول، او په جبري توګه د دوی ایستل لاهم دوام لري.

پاکستان کې افغان کډوال ملک شینواری طلوع‌نیوز ته وايي:«افغاني کډوال د پاکستان له بېلابېلو سیمو خپل هېواد ته روان دي؛ خو د دوی ټولې شتمنۍ او ځمکې په پاکستان کې پاتې شوې دي.»

بلخوا بیا، د ماشومانو د ژغورنې صندوق راپور ورکړی چې، د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ورځو کې نږدې ۵۰ زره افغان ماشومان له پاکستانه را ایستل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه