Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه: لوېدیځ د افغانستان د بې‌ثباتۍ لپاره د مخالفینو ملاتړ کوي

د روسیې د بهرني استخباراتو سازمان رییس، سرګی نارېشکین ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه د ناامنۍ د رامنځته کولو او د خپلو جیوپولیتیکي موخو د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان د سرپرست حکومت له مخالفینو ملاتړ کوي.

نارېشکین چې په باکو کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې، افغانستان یې یو مهم جیوپولیتیکي هېواد وباله او ټینګار یې وکړ چې لوېدیځ غواړي دغه هېواد د ګډوډۍ په حالت کې وساتي.

 هغه زیاته کړه: «لوېدیځې استخباراتي ادارې هڅه کوي، چې د افغان حکومت له ضد قوتونو ملاتړ وکړي. په دغه هېواد کې د بې‌ثباتۍ د ساتلو لپاره د لوېدیځ لېوالتیا، د هغوی د جیوپولیټکي سټراټېژیکه یوه برخه ده، له دغو اغېزو سره مبارزه به د افغانستان د ژوند لار همواره کړي.»

ورته مهال، د روسیې د سترې محکمې له خوا د طالبانو نوم د ترهګرو له نوملړه د لنډ مهال لپاره لرې شوی، چې کارپوهان دا یو ازمایښتي اقدام بولي، نه دایمي پرېکړه.

د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري په دې هکله ویلي:«دا چې د طالبانو نوم د روسیې د ترهګرو له نوملړه لرې شوی یا ځنډول شوی، معنا یې دا نه‌ده، چې د طالبانو نوم په دایمي توګه د ترهګرۍ او تور نوملړه ایستل شوی؛ بلکې دا یو لنډمهالی او ازمویښتي اقدام دی.»

دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې یوه ورځ وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم له کابل سره د رسمي تعامل د لېوالتیا خبر ورکړی و.

د سیاسي چارو  بل شنونکی محمد اسلم دانشمل وایي: «روسیه غواړي د افغانستان له سرپرست حکومت سره رغنده سیاست مخ ته یوسي.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم څرګندوي:«د امریکا او روسیې له‌خوا د طالبانو د نومونو له تور نوملړه د موقتي لرې کولو بهیر یوه "مثبت، معنا لرونکې او رغنده سیالۍ" بللې ده.»

روسیه له هغو مهمو سیمه‌ییزو هېوادونو ده، چې له وړاندې یې له سرپرست حکومت سره د دوامدار تعامل ملاتړ کړی او تازه یې د دې بهیر د اسانتیا لپاره قانوني خنډونه هم لرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه