Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په متحده عربي اماراتو کې د افغان - ازبیک سوداګرو ګډه غونډه وشوه

 د "ازبیک–افغان سوداګریز فورم" تر سرلیک لاندې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د افغان سوداګرو شورا په نوښت د اماراتو په دوبۍ ښار کې، یوه غونډه جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې د ګډو پانګونو، د سوداګریزو ویزو د ستونزو حل او د ازبیکستان له لوري د افغانستان د صادراتي مالونو د ګمرکي تعرفو د صفر کېدو په هکله خبرې شوې دي.

متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس، حاجي عبیدالله صدرخېل ویلي، ازبیکستاني لوري ژمنه کړې، چې نور به د افغانستان د وچو او تازه مېوو پر صادراتو ګمرکي تعرفه نه اخلي.

ښاغلي صدرخېل زیاته کړه:«ازبیکستان تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له ازبیکستانه افغانستان ته پر خوراکي توکو ۴۰ سلنه مالیه کمه شوې. همداراز یې اعلان وکړ، هغه افغانان چې د اماراتو ویزه او اقامت لري، کولای شي تر یوه میاشت پرته له ویزې ازبیکستان ته سفر وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله، په ابوظبي کې د امارت اسلامي د سفارت پوځي اتشه، د بېلابېلو برخو په همکارۍ کې ازبیکستان ته ډاډ ورکړی دی.

د اسلامي امارت پوځي اتشه محبوب الرحمن وویل: «د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته ډاډ ورکړی، چې ان‌شاءالله په هره برخه کې چې اړتیا وي، د همکارۍ چمتووالی لري او هر ډول اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالغفار نظامي وایي: «افغانستان د ازبیکستان لپاره یو ښه مصرفي بازار دی، او برعکس، ازبیکستان د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو، فابریکو تولیداتو، وچو او غرنیو مېوو لپاره یو مناسب بازار ګڼل کېږي.»

یاده ناسته داسې مهال ترسره شوې، چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ ازبیکستان ته د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه سفر کړی و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه