د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د هغو ګرځندوی شرکتونو پر فعالیتونو نیوکه کوي چې ځوانانو ته د ګاونډیو هېوادونو ویزې اخلي.
عبدالمنان عمري وايي، دغه شرکتونه د ځوانانو له اړتیا په ګټې اخیستنې سره هغوی له ګڼو ننګونو سره مخ کوي په یو ډول د انساني قاچاق په بهیر کې مرسته کوي.
نوموړي له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول د افغان کډوالو پر ر ایستلو نیوکه کړې او له هغو ځوانانو چې هېواد کې عادي ژوند لري، غوښتي چې د دغه راز شرکتونو په چلونو دوکه نشي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، عبدالمنان عمري و ویل: «دا له یو اړخه چې نوم یې سیاحتي شرکت دی، له بل اړخه انساني قاچاق کوونکي دي، چې پر خپل دوکان یې د ګرځندوی لوحه لګولې ده. تاسې ورشئ ورته ووایئ چې دوی څو کسانو ته د ګرځندوی ویزې ورکړي او څومره بېرته هېواد ته راغلي؟ او بله دا چې د افغانستان اقتصادي وضعیت دومره ښه دی چې د دومره ځوانانو کارونه سم روان دي او غواړي بهر ته د یوې او یا دوو میاشتو ګرځندوی لپاره ولاړ شي؟ هیڅ عقل دا نه مني.»
ښاغلی عمري ټینګار کوي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي چې ځوانانو ته په هېواد دننه او بهر د کار مناسبې زمینې برابرې کړي.
د هغه په خبره، اوس مهال له قطر سره خبرې روانې دي، چې افغان ځوانان په قانوني ډول دغه هېواد کې په کار وګومارل شي.
د کاراو ټولنیزو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: «اوس موږ له قطر سره په ابتدایي خبرو بوخت یو. دوی د تګ راتګ، اوسېدو او روغتیایي لګښتونو پرته ۳ او ۵۰ ډالر معاش وایي خو موږ وایو چې نه باید لوړ شي.»
نوموړي پر ځینو شرکتونو او کارخونو هم نیوکه کړې، چې د کارګرو حقونو ته پام نه کوي او هغوی ته د کم معاش په بدل کې ډېر کار ورکوي؛ خو بیا یې هم هیڅ حقوق تامین نه وي.
هغه د شرکتونو او کارخونو له مسوولینو غوښتي، چې د کارګرو حقونو ته درناوی وکړي.
په دې اړه مو اندونه