Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکایي ځواکونو د برید د قرباني شوې کورنۍ ژغورل شوی غړی غرامت غواړي

د میدان وردک په جغتو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د یوه هوايي برید د قربانې شوې کورنۍ یوازینی ژغورل شوی غړی د عدالت غوښتنه کوي.

مسیح الرحمان وايي، د ۲۰۱۸ زېږیز کال د سپټمبر په ۲۲مه د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د کورنۍ دولس غړي وژل شوي دي.
 
مسیح الرحمان د طلوع‌نیوز خبریال ته زیاته کړه: «مېرمن مې، څلور لوڼې، درې زامن او څلور د کاکا لوڼې مې چې دوه د یوه تره او دوه د بل تره لوڼې مې وې؛ دلته زما د اولادونو سره ناستې وې، چې دوی هم د دې بدې پېښې ښکار شوې.»

د هغه په خبره، د ورسره شوي ظلم کره شواهد او اسناد لري او د امریکا له حکومته د غرامت غوښتنه کوي.

مسیح الرحمان و ویل: «په بې پرې ډول باید د دې پېښې پوښتنه وشي، چې ولې زما کور په نښه شو او ولې بمبار شو. په ځانګړي ډول د امریکا له دولته مو غوښتنه دا ده، چې زموږ سره یې سخت ظلم کړی، باید ژر تر ژره زما په ګډون ټولو هغو هېوادوالو ته چې ورسره ظلم شوی، غرامت ورکړي.»

د قربانیانو خپلوان د دغه هوايي برید په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.

د قرباني شوې کورنۍ خپلوان، رحیم الله و ویل: «کور په بشپړ ډول ړنګ و، څه پکې نه و پاتې. دې، د ده اولادونه او د تره لوڼې مې ټولې تر خاورو لاندې وې، بیا مو له خاورو را و ایستې.»

د قرباني شوې کورنۍ بل خپلوان، رحمت الله په دې اړه و ویل: «چې راغلو حالت ډېر خراب و، دغه دېوالونه ټول ړنګ وو. دا بم یې داسې اچولی و، دا باغ ټول له لرګیو ډک و، دا کلی ټول خاورو او دوړو نیولی و. ډېره غمجنه ورځ وه، اعلان مو وکړ خلک راټول شول او شهیدان مو له خاورو را وایستل او بیا مو خاورو ته مو وسپارل.»

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شل کلن پوځي حضور پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې د ګڼو وېرجنو پېښو د قربانیانو کورنۍ لا هم د عدالت ټینګښت په تمه دي خو دغه برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له لوري پرېکنده ګام نه دی اخیستل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه