کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیر اکباسوف، د ټولګټو وزارت له سرپرست محمد عیسی ثاني سره کتلي دي.
په دغې کتنه کې، دواړو لورو، د اقتصادي، سوداګري اړیکو او په بېخبنايي پروژو او د رېل پټلۍ برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، چې په دغې کتنه کې ښاغلي ثاني افغانستان کې د رېل پټلۍ په برخه کې د بېلابېلو پروژو اجرا ته په نغوتې سره ویلي، چې دمګړۍ په دې برخه کې پانګونې ته ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.
ښاغلي حقشناس په دې هکله وویل:«په دې ناستې کې دواړو خواوو افغانستان ته د سوداګریزو مالونو د لېږد، د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د ټرانزیټ زیاتوالي او په افغانستان کې د قزاقستاني شرکتونو لخوا د بنسټیزو پروژو په ځانګړې توګه د رېل پټلۍ په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د رېل پتلۍ په برخه کې، د منځنۍ اسیا هېوادونو؛ په ځانګړې توګه د قزاقستان همکاري، د افغانستان په ګټه بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهګزین په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په دې وروستیو کې قزاقستان د رېل پټلۍ د جوړولو لپاره لېوالتیا ښودلې، چې دا یو ډېر لوی چانس دی، چې موږ باید ترې استفاده وکړو. د رېل پټلۍ په کارولو سره، موږ کولی شو خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړو.»
ورته مهال بیا د بهرنیو چارو وزارت «د افغانستان او قزاقستان په اړیکو کې نويو رامنځته شويو فرصتونو» تر عنوان لاندې غونډه کړې، چې پهکې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او نویو رامنځته شویو فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.
د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ایرکین توکوموف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوي فصل ته په نغوتې سره ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی میر شاکر یعقوبي په دې هکله وویل:«د نړۍ له ډېریو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو کموالي ته په پام سره، موږ اړتیا لرو، چې له منځنۍ اسیا، په ځانګړي توګه قزاقستان سره، خپلې اړیکې پراخه کړو. دې ته په پام سره، چې موږ اکثراً غلې د قزاقستان نه واردوو، د دې اړیکو پراخول کولی شي پر صادراتو او وارداتو اغېز ولري.»
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې له قزاقستان سره هوکړې ته رسېدلي، ترڅو د کابل او استانې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کلنۍ توګه درې مېلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
په دې اړه مو اندونه