Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ایران سفارت مرستیال: افغان کډوال دې د ایران قوانین مراعت کړي

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال، د افغان کډوالو په اړه د خپل هېواد تګلاره د قانوني اسنادو لرل ګڼي.

غلام رضا نجاري، په ایران کې له افغان کډوالو غواړي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره دې د ایران قوانین مراعت کړي.

ښاغلي نجاري له طلوع‌نیوز سره مرکه کې له افغان کډوالو غوښتي، چې ایران ته له نا قانونه ورتګه ډډه وکړي:«هغه کډوال چې په ایران کې اوسېږي، زموږ غوښتنه او هیله دا ده، چې د ایران قوانین او مقررات مراعت کړي، څو خدای مه‌کړه د دغو قوانینو نه مراعتول د قانوني چلند لامل نه‌شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې راولاړې نه کړي.»

په همدې حال کې هغه افغان کډوال، چې په قانوني ډول ایران ته تللي، هلته د افغان کډوالو د ستونزو  له زیاتوالي شکایت لري.

ایران کې افغان کډوال هادي حسیني په دې هکله وویل:«سږکال یو نوی قانون وضع شوی، چې کډوال باید د وتلو پاڼه واخلي، او یوازې ۱۵ تر ۲۰ ورځې وخت لرئ، چې ایران پرېږدئ. بله ننګونه د ښوونځي په برخه کې ده؛ هغه کسان چې د سرشمېرنې پاڼې لري، د هغوی کولای شي، چې تر ۹ ټولګي ښوونځیو ته ولاړ شي او له هغې وروسته نه‌شي تلای.»

ایران کې افغان کډوال عنایت‌الله الکوزی هم وايي:«حقوق یې نه‌رعایت کېږي، له خپلو کورونو د کار او معاش پيدا کولو لپاره وتلي، د ډېریو کورونه یې په ایران کې پاتې دي او دوی له ایرانه ایستل شوي دي.»

په ایران کې له قانوني او نا قانونه کډوالو سره د یو ډول چلند د مخنیوي لپاره، باید کوم اقدامات ترسره شي؟

د کډوالو د حقونو فعال نظر نظري په دې هکله وویل:«دغو کډوالو ته له بلې زاویې مه‌ګورئ او له دغو کډوالو سره دې یو شان چلند وي او له دوی سره باید د کډوالۍ د نړۍوالو قوانینو په مطابق چلند وکړي.»

تېره ورځ د کار او ټولنیزو چارو وزارت هېواد کې د ګرځندویۍ شرکتونو پر فعالیت هم نیوکه کړې وه، چې دا شرکتونه ځوانانو ته د ګاونډیو هېوادونو د ویزو د صدور زمینه برابروي او ویلي یې وو، چې دغه شرکتونه د ځوانانو له مجوریته په استفادې، هغوی ته د ګڼو ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي او په یو ډول انساني قاچاق کې ونډه اخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه