ځينې هېوادوال، چې له بېلابېلو ولایتونو کابل ته د برېښنايي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره راغلي دي، غوښتنه کوي چې په خپلو ولایتونو کې ورته د اسان خدمت مرکزونه جوړ شي.
دوی وايي چې په ولایتونو کې، د دغو مرکزونو نشتوالي دوی اړ کړي، چې د تذکرو د اخیستو لپاره کابل ته راشي.
د غزني اوسېدونکی شوکت په دې هکله وايي:«۱۵ ورځې کېږي، چې د تذکرې د اخیستو لپاره راغلی یم. ډېرې ستونزې لرو. له اسلامي امارته غواړو چې ولایتونو ته هم د اسانخدمت څانګې ولېږدوي.»
د کاپیسا اوسېدونکي حمدالله هم وویل:«زموږ غوښتنه له حکومته دا ده، چې په کاپیسا ولایت کې هم موږ ته دا اسانتیاوې برابرې کړي. موږ ډېر په سختۍ کابل ته راځو. هغه کسان چې په کابل کې خپلوان لري، له هغوی سره پاتې کېږي، خو هغه کسان چې څوک نهلري، مجبور دي چې خپل شپه او ورځ په هوټلونو کې تېره کړي.»
په همدې حال کې د اسان خدمت د یو مرکز مسوول وايي، هره ورځ له همدې لارې په بېلابېلو برخو کې هغه هېوادوالو ته چټک خدمات وړاندې کوي، چې له ولایتونو څخه راغلي وي.
د باغ بالا اسان خدمت مرکز عمومي مدیر ذبیحالله امین صافی څرګندوي:«د زېږون کارټ برخه کې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې هېوادوال مراجعه کوي. د وېش وروسته د خدماتو په برخه کې هم همدومره شمېر مراجعین لرو. همداراز، د تذکرې د نوي وېش په برخه کې هم همدومره شمېر ته رسېږي.»
په همدې حال کې بیا د احصاییې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اسانخدمت مرکزونه پرانیستي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وايي:«موږ دا پلان لرو، چې په نږدې راتلونکي کې نوي مرکزونه جوړ کړو؛ په ځانګړې توګه په ننګرهار او بلخ کې، چې ډېر ژر به یې کار پیل شي. همداراز، په ځینو نورو ولایتونو لکه کندز، فراه او غزني کې هم دا پروګرامونه لرو، چې د دې مرکزونو د فعالولو بهیر پیل کړو.»
تر دې وړاندې هم د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې ژمن دی، ترڅو هېوادوالو ته پر وخت خدمات وړاندي کړي.
په دې اړه مو اندونه