Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ماشومانو د مهارتونو په وړاندې کولو د سرکس نړۍواله ورځ ونمانځل شوه

په هرات کې د سرکس له نړۍوالې ورځې د ځینو نندارو په ترسره کولو سره نمانځنه وشوه.

د سرکس لوبه، چې ماشومانو ته یې خندا وربښلې.

 د سرکس له نړۍوالې ورځې په مناسبت هرات کې د افغانستان د ښوونې او روزنې مرکز کې تر سره شوه.

هرات کې د افغانستان د ښوونې او روزنې مرکز مسوول و ویل: "موږ د تفریحي او تعلیمي پروګرامونو په برخه کې کار کوو. زموږ زیات تمرکز پر تفریحي پروګرامونو لکه سرکس، آکروباتیک، جمناستیک او تیاتر دی. په ورزشي برخه کې هم موږ له دې ماشومانو سره کار کوو."

په دغه لوبه کې ماشومانو خپل حرکتونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.

دوی دا هنرونه په څو میاشتو کې یاد کړي؛ خو اوس وايي چې د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

یونس کریمي چې یو زده کوونکی دی وايي: "زموږ ستونزه د امکاناتو کمبود دی او موږ غواړو چې امکانات برابر شي څو وکولی شو تمرین وکړو."

ولي‌احمد اکبري چې یو بل زده کوونکی دی و یې ویل: "زموږ نن ورځې نندارې په سرکس، آکروباتیک او جمناستیک برخو کې وې."

د سرکس لوبې له زدکړې او د دغو لوبو ترسره کولو څخه موخه د ماشومانو جسمي او ذهني وړتیا ته وده ورکول ښودل شوي دي.

د سرکس زده کوونکی، عبدالرحیم رادمنش بیا وايي: "دلته موږ ماشومانو سره مرسته کوو څو په کم عمر کې د لویو کارونو لپاره پلان جوړ کړي. زموږ زیات تمرکز د هغوی د جسمي او ذهني وړتیاو او پر ځان باور دی، کله چې په سټېج ودریږي، ډیر پر ځان باور او انرژي ولري."

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې دوه زره او ۵۰۰ زدکوونکي په شلو ولایتونو کې د دغه مرکز له لوري د سرکس سیالیو پر زدکړو بوخت وو.

باید وویل شي، چې دغه مرکز له تېرو دوو لسیزو راهیسې په دغه برخه کې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه