Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد نعیم: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی

د اسلامي امارت او چین چارواکو، په وروستیو کلونو کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لړ کې، د سیاسي او سوداګریزو همکاریو پياوړتیا ته دوام ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم، په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د کتنې پر مهال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خپلې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ، له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له چین سره مثبت تعامل غواړي.

نعیم وردک وویل:«په ټوله کې د اسلامي امارت پالېسي دا ده، چې موږ غواړو له ټولې نړۍ سره، د خپلو ارزښتونو، مصالحو او ملي ګټو په چوکاټ کې مثبتې او ګټورې اړیکې وپالو او جوړې کړو، چې الحمدالله اسلامي امارت په دې برخه کې تر ډېره بریالی دی. همدرانګه چین هېواد چې موږ ورسره تاریخي اړیکو لرو او زموږ ګاونډی دی.»

د چین سفیر ژاو شینګ هم ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د چین او افغانستان سیاسي اړیکې پراخې شوې دي. نوموړي د افغان توکو پر وارداتو د چین له لوري د تعرفو کمېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.

په کابل کې د چین سفیر وویل:«چین تېر کال اعلان وکړ، چې د افغانستان پر وارداتي توکو به تعرفه صفر کړي؛ خو په مقابل کې امریکا یو اړخیزې تعرفې ولګولې، چې نه یوازې د چین او افغانستان پر تجارت یې منفي اغېز وکړ؛ بلکې نړۍوالې سوداګرۍ ته یې هم زیان ورساوه. دا د دغو هېوادونو د مغروره طبیعت نښه ده.»

په همدې حال کې، د اریانا افغان هوايي شرکت مشر عبدالولي صدیقي ویلي، چې چین ته د مستقیمو الوتنو د زیاتوالي موخه، هېوادوالو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي سربېره د کابل او بیجینګ ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ده.

ښاغلي صدیقي په دې هکله وویل:«اریانا افغان هوايي شرکت دا مهال چین ته په اوونۍ کې یوه الوتنه لري؛ خو د خلکو او سوداګرو د اړتیاوو له مخې به دا شمېر دوو الوتنو ته لوړ شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند هم په دې هکله وویل:«زموږ له چین سره اړیکې نږدې، تاریخي او د ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړې دي. هیله لرو، چې دا اړیکې د اورګاډي له لارې هم وصل شي.»

د چین سفیر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱٫۵ مېلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چین سفیر ژاو شینګ هم ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د چین او افغانستان سیاسي اړیکې پراخې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه