Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې اترې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار، او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، پرون په ټلېفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان مسایلو او د سیمې او نړۍ پر تحولاتو خبرې اترې کړې دي.

افغانستان ته د پاکستان د لوړ پوړي پلاوي له سفر وروسته، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تعاملاتو پراختیا ته هیلې زیاتې شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکی شمس‌الرحمن احمدزی په دې هکله وایي: «موږ له دې دواړو هېوادونو غواړو، چې پر خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو زیات تمرکز وکړي، څو زموږ اړیکې له دغو هېوادونو سره لا پیاوړې شي، او هېڅکله د بې‌باورۍ فضا رامنځته نه شي.»

دوه ورځې مخکې، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.

ځينې کارپوهان وايي پر هغه څه چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ هوکړه کېږي، باید عملي بڼه ولري.

د نظامي چارو کارپوه صادق شینواری وایي: «هغه ژمنې چې د دواړو خواوو له لوري شوي او پرې خبرې شوې دي، باید عملي بڼه غوره کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال هم وویل:«موږ هیله لرو، چې د پاکستان حکومت د ستونزو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د مسئلې او د هغوی د جبري ایستلو، او همداراز د سرحدي ستونزو د حل په موخه عملي ګامونه واخلي او خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.»

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ټلېفوني خبرو کې هغه ته بلنه ورکړه، چې پاکستان ته سفر وکړي. نوموړي ژمنه وکړه، چې د کابل له لوري د شویو ژمنو د عملي کولو، په ځانګړې توګه د کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی شکایتونو ته د رسېدو لپاره به جدي اقدامات ترسره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه