د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال محمد نبي عمري او په کابل کې د قطر د سفیر ترمنځ کتنه کې، د کابل او دوحې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیمې د امنیتي وضعیت او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع په وینا، د قطر سفیر مردف القاشوطي په دې کتنه کې د افغانستان له ثبات او امنیته د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
ښاغلي قانع په دې هکله وویل:«ښاغلي ډاکټر مردف هم د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د خپل هېواد ملاتړ یوځل بیا څرګند کړ او زیاته یې کړه، قطر چمتو دی، چې د افغانستان اسلامي امارت سره، په بېلابېلو برخو او چارو کې پوره همکاري وکړي او دغو همکاریو ته پراختیا ورکړي.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي، چې قطر کولای شي د بندیزونو د لېرې کېدو د هڅو او افغاستان ته د بشري مرستو د جلب په ګډون پر اسلامي امارت د نړۍوالو فشارونو د کمولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د سیاسي چارو شنونکي فضلالرحمان اوریا په دې اړه طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان له خلکو سره اقتصادي، مشرپاله مرستې او د دې ترڅنګ د بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې چې د افغانستان پر ضد لګول شوي ګام پورته کړي او د دې ترڅنګ قطر همدارنګه کولای شي، د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د اړیکو په ښهکولو کې مهم رول ولوبوي.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم وايي:«قطر باید پر یوه داسې پروګرام کار وکړي، چې افغانستان څنګه کولای شي، د ملګرو ملتونو سازمان له اسامبلې سره یوځای شي او د افغانستان د شته ستونزو د بسټیز حل لپاره یوه مناسبه حل لار پيدا شي. »
دا کتنه په داسې حال کې شوې، چې تر دې وړاندې په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین اعلان کړی و، چې تر راتلونکو دوو اوونیو به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي قطر ته سفر وکړي.
ټاکل شوې، چې په دغه سفر کې د کابل او دوحې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو او د تعامل د څرنګوالي په تړاو خبرې وشي.
په دې اړه مو اندونه