پاکستان او روسیې په سیمه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له روسیې سره یې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ګډې کاري ډلې په یوولسمه غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د همکاریو په پراختیا باندې ټینګار کړی دی.
په دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د نړۍوالو او سیمه ییزو ترهګریزو ګواښونو د لرلید په تړاو خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «دواړو لوریو د افغانستان او سیمې د بدلون په حال کې ترهګریزو ګواښونو په تړاو خبرې وکړې. دا غونډه د هغو ګډو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا په ټینګار سره پای ته ورسېده، چې د ترهګرو ډلو له لوري رامنځته کېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر په دې اړه داسې وايي: د پاکستان اصلي څېره اوس نړۍ ته بربنډه شوې ده. له همدې امله دغه هېواد هڅه کوي چې له ټولو دریځونو د افغانستان د خلکو پر ضد استفاده وکړي او افغانان نړۍ ته ترهګر معرفي کړي، څو هغه پرده چې پر خپل ځان یې اچولې ، وساتلی شي.
ترهګري هغه مساله ده چې پاکستان یې په مکرر ډول په نړیوالو غونډو کې مطرح کړې، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې سرپرست حکومت دا ادعاوې بې بنسټه بللې دي.
د سیاسي چارو شنونکي، محمد اسلم دانشمل هم و ویل: پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي چې ګواکي ستونزې یې له افغانستانه سرچینه اخلي؛ خو موږ له پاکستانه غواړو چې په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي او خپلې تګلارې سمې کړي.
که څه هم کابل ته د پاکستان د لوړپوړي پلاوي وروستي سفر د تعاملاتو د پراختیا په تړاو هیلې راټوکولي، خو داسې برېښې چې د ترهګرۍ په ګډون ځینې امنیتي اندېښنې لاهم، پر خپل ځای دي.
په دې اړه مو اندونه