د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري له تازه راستنو شویو افغانانو سره د کوچنیو تشبثاتو په برخه کې مرسته کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رييس پکتيا ته د خپل وروستي سفر پر مهال طلوعنیوز ته ويلي، د راستنو شويو کډوالو سره د کوچنيو کاروبارونو د پيل برخه کې له هرې کورنۍ سره تر زر ډالرو پورې نغدي مرسته کوي.
عرفات جمال وايي په دغې برخه کې به د نورو بنسټونو مرستې هم را جلب کړي چې راستانه شوي کډوال له اقتصادي پلوه بسيا شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس، عرفات جمال په دې برخه کې وايي: "له کار پرته څوک نشي کولای چې راتلونکی جوړ کړي، دا یوه ستونزه ده چې راستنېدونکي ورسره مخ دي دغه راز ټول افغانان ورسره مخ دي، موږ مالي ملاتړ کوونکي او پانګه والو د کوچنیو تشبثاتو په برخه کې مرستې او پانګونې ته هڅوو."
د پکتيا مرکز ګرديز ښار اوسېدونکی ۴۵ کلن شېر زمان چې تازه له خپلې نهه کسيزې کورنۍ سره له پاکستانه په جبري توګه را ايستل شوی او هوري یې د بخارۍ جوړولو کاروبار کاوه.
هغه له اړونده مسوولینو د کاري زمینې برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
له پاکستانه را ایستل شوی، شېر زمان په دې اړه وايي: زما غوښتنه دا ده چې مسلکي وسایل را سره مرسته وشي، څو وکولای شم نور کسان هم وروزم او دا وسایل ما ته د عاید یوه وسیله هم شي. اوس وسایل نه لرم، نو په دې برخه کې باید را سره مرسته وشي.
له پاکستانه یو بل را ایستل شوی، میراجان وايي: موږ دلته نااشنا یو، نه پوهېږو چې څه باید وکړو. که موږ ته د کار زمینه برابره شي، نو دا به ډېر ښه وي.
خو د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست د همکاره بنسټونو په مرسته تازه را ایستل شویو کډوالو ته د کاري زمینو برابرولو په پار له هڅو څخه خبر ورکوي.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست د کار آمر، اعتبار بسمل په دې برخه کې داسې وايي: موږ له ۱۵ تر ۴۵ کلونو پورې کسانو ته په مسلکي روزنیزو مرکزونو او همداراز په خصوصي برخه کې، د موسسو له لارې مسلکي زدهکړې ورکوو، او همداراز هغه کسان چې د ښوونکي د دندې وړتیا لري، په دغو مرکزونو کې استخداموو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس له ایران او پاکستانه غواړي چې د مناسب چلن سربېره په منظم او تدریجي ډول د افغان کډوالو راستنېدو په برخه کې همکاري وکړي.
په دې اړه مو اندونه