Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت رهبر تېرو درېیو کلونو کې لس قوانین توشیح کړي دي

د عدلیې وزارت وايي، تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت رهبر لس نوي قوانین توشیح کړي او د هېواد په رسمي جریده کې خپاره شوي دي. 

د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي وایي، دغه قوانین په بېلابېلو برخو کې پلي کیږي. 

دغو قوانینو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي، د غصب شویو ځمکو د راګرځولو قانون، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون، د شکایتونو د اورېدو قانون، د صرافۍ او پولي خدمتونو قانون، د صنعتي سیمو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دي.

برکت ‌الله رسولي و ویل: «د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت په تېرو درې نيمو کلونو کې لس قوانین د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی تر توشيح وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي. تر ټولو مهم قوانین د ځمکو د غصب مخنیوي، د غصب شویو ځمکو د ګرځولو، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو قوانین دي.»

په ورته مهال د حقوقي چارو ځینې شنونکي د نورو قوانینو ترڅنګ د اساسي قانون رول هم مهم ګڼي.
 
د حقوقي چارو شونکي، اصف فقیري و ویل: «اساسي قانون د خلکو د ګډې ارادې استازی او د ملي حاکمیت نښه ده. دا قانون د دولت د سیاسي واک جوړښت تعریفوي، د حساب ورکولو زمینه برابروي او د لږکیو حقوق تضمینوي.»

د سیاسي چارو شنونکي، هېواد ځاځي و ویل: «اساسي قانون د یوې عصري ټولنې اساسي اړتیا ده. موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې هم حکومتونو او هم ملتونو ته ارزښت لري. د حکومتونو لپاره په کورنیو سیاستونو، مشروعیت او د بهرني سیاست د تنظیم لپاره اهمیت لري او د ملت لپاره دا ځکه مهم دی چې د نظام او حکومت پر وړاندې خپل مسوولیت او مکلفیت ویني.»

که څه هم د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې هېواد کې تر دې مهاله اساسي قانون نه دی توشیخ شوی خو د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د هېواد پرېکړې د «اسلامي قوانینو» پر بنسټ کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه