Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شانګهای او مسکو فارمټ له لارې د افغانستان د مسایلو پر حل د لاوروف ټینګار

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دوحې بهیر پر غونډو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان ستونزې باید د شانګهای او مسکو فارمټونو له لارې حل شي.

سرګي لاوروف ازبیکستان کې په یوه خبري غونډه کې د دوحې بهیر د افغانستان د مسایلو د حل په برخه کې بې اغېزې بللی دی.

هغه زیاته کړې: «د شانګهای همکاریو سازمان هم یو اړوند میکانیزم لري، چې موږ په فعاله توګه ترې ګټه اخلو. د دغو چوکاټونو په همغږي سره افغان چارواکي په افغاني ټولنه کې د ملي اجماع رامنځته کولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو سپارښتنې ښې درک کولای شي.»

دغه جګپوړي روسی چارواکی د افغانستان په مسله کې د ورګډېدو لپاره د لویدیځو هېوادونو پر هڅو په نیوکې زیاته کړې چې د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه په ګډ دريځ سره په سیمه کې د ناټو د پوځي حضور مخالف دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف و ویل: «بنسټیز ټکی دا دی چې باید د ناټو د پوځي بېخ بناو د راستنېدو د هڅو مخه ونیول شي، ځکه دا ډول هڅې کولای شي پر وخت د برابر شوي ساعتي بم په څېر عمل وکړي. موږ په مرکزي اسیا کې له خپلو سیالانو سره په اړیکو کې یو ګډ دریځ وینو. هیڅ یو یې د ناټو د پوځي بېخ بناو کوربتوب ته لېوالتیا نه لري او پاکستان هم ورته دریځ لري.»

دا لومړی ځل نه دی چې د روسیې جګپوړو چارواکو د لویدیځو هېوادونو پرلاسوهنې نیوکې کړې دي. تر دې وړاندې هم د دغه هېواد د بهرنیو استخباراتو رییس اذربایجان کې یوې ناستې ته ویلي و، چې لویدیځ هېوادونه هڅه کوي څو خپلو جیوپوليټيکو موخو ته د رسېدو لپاره  افغانستان وضعیت بې ثباته وساتي.

د سیاسي چارو شنونکي، جنت فهیم چکري په دې اړه و ویل: «دا مهال د ختیځ او لویدیځ ترمنځ یو مانا لرونکۍ سیالۍ پیل شوې. که وکولای شو دا وضعیت سم مدیریت کړو، د ختیځ او لویدیځ له دغې سیالۍ ښه ګټه کولای شي. خو که تېروتنه مو وکړه، افغانستان به ډېر زیان و ویني.» 

روسیه داسې مهال د افغانستان د مسایلو حل لپاره د لویدیځ پر تګلارې نیوکه کوي چې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې په بې مخینې ډول ښې شوي او دا مهال د سرپرست حکومت له لوري مسکو ته د یوه سفیر د معرفي کولو په تړاو هم خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه