Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا د اسلامي همکاریو سازمان او جاپان ټینګار

افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، طارق علي بخیت د جاپان بهرنیو چارو وزارت له مرستیال کامدا ماسایوکي سره له افغانانو سره د بشري مرستو او همکاریو په اړه خبرې کړې دي. 

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواو د افغانانو لومړنیو اړتیاو ته پر رسېدو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي: «دغه ناسته کې اصلي تمرکز د  افغانستان پر اوسني وضعیت و او د اسلامي همکاریو سازمان او جاپان تر منځ د بشري همکاریو د پراختیا په تړاو بحث وشو.»

د سیاسي چارو شنونکي، بلال عمر و  ویل: «دا چې افغانستان د دې سازمان یو غړی هېواد دی او د نورو اسلامي هېوادونو سره پراخې ګډې ځانګړتیاوې لري، اړتیا ده چې د اسلامي امارت یو استازی د دې سازمان په غونډو کې حاضر وي، د افغانستان موضوعات مستقیم مطرح کړي او پرې بحث وشي.» 

جاپان یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې په افغانستان کې یې د بشري او اقتصادي مرستو په برخه کې فعاله ونډه اخیستې ده.

ځینې شنونکي د افغانستان د وضعیت په ښه کېدو کې د جاپان او د اسلامي همکاریو د سازمان رول اغېزناک ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، فردوس بهگزین و ویل: «جاپان د افغانستان له مهمو شریکانو دی، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې د افغانانو لپاره د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي دي.»

تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم کتلي و او د افغانانو د ملاتړ په موخه یې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د رغنده خبرو پر ملاتړ ټینګار کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه