Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل او تاشکند د افغان - ټرانس پروژې د امکاناتو ارزولو هوکړه لاسلیک کړه

د ټولګټو وزارت وايي، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د افغان ـ ټرانس پروژې د امکاناتو ارزولو هوکړه شوې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند وايي، د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال چې ازبیکستان ته یې سفر کړی، دغه هوکړه یې د دغه هېواد د وسپنې پټلۍ له رییس سره لاسلیک کړې ده.

دواړو خواو دغه راز د حیرتان ـ مزارشریف د وسپنې پټلۍ د ګټې اخیستنې او ساتنې دوه کلن تړون هم غځولی دی. 

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق ‌شناس و ویل: «د افغان - ټرانس پروژې د امکاناتو ارزولو د مطالعاتو، ډیزاین، او د هرات – مزارشریف د ریل پټلۍ د سروې په برخه کې هم هوکړه شوی ده.»

له دې سره هم مهاله، د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د ازبیکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي اتصال او پر افغان - ټرانس پروژې خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسحاق ډار هیله څرګنده کړې چې افغانستان، پاکستان او ازبیکستان ژر تر ژره د افغان - ټرانس پروژې د پیل په تړاو یوې درې اړخیزې هوکړې ته ورسیږي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا په دې اړه و ویل: «هیله لرو چې دا پروژه ژر تر ژره عملي شي. اسلامي امارت باید له دې فرصته ګټه واخلي او افغانستان د ټرانزیټ پر څلورلارې بدل کړي. ټول خنډونه باید لیرې شي، ځکه دا پروژه د پانګوالو باور زیاتوي او ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته کوي.»
 
کارپوهان د افغان - ټرانس پروژې اهمیت ته په پام سره، د دې پروژې پلې کېدل نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وایي: «د دې پروژې د پلي کېدو لپاره انساني او مالي سرچینو ته اړتیا ده. له نیکه مرغه یوه برخه کې افغانستان کې ده. که له نړۍ سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې شي، د نغدو پېسو ستونزه هم حلیږي. که د افغان - ټرانس په څېر پروژې په سمه توګه پلی شي، نو دا به د افغانستان، ازبیکستان، او پاکستان لپاره ګټورې وي.»

تر دې وړاندې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې روسیه به د اسلامي امارت له چارواکو سره په کازان فورم کې د نورو مسایلو سربېره د افغان - ټرانس د ۵۷۳ کیلومټره پټلۍ جوړولو په تړاو هم خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه