روسیه وايي، د افغانستان وضعیت نه یوازې یوه سیمه ییزه مسأله ده، بلکې په نړۍواله کچه د دغه هېواد د سټراټیژیکو ګټو یوه مهمه برخه ده.
د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو د مسکو امنیتي غونډې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د می میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې ترسره شي، ویلي:
د روسیې د ملي امنیت سلاکار، سرګي شویګو وايي: «په نړۍواله کچه د روسیې په ملي ګټو کې پراخ مسایل شامل دي؛ له افغانستان، منځني ختیځ او سوریې نیولې، تر شمالي قطب، بالتیک سمندر، د ایران شاوخوا وضعیت او له افریقایي هېوادونو او لاتینې امریکا سره تر همکارۍ پورې.»
شویګو زیاته کړې، له ګاونډیو هېوادونو او د ټولیز امنیت تړون سازمان، د شانګهای د همکاریو سازمان او د اوراسیا اقتصادي ټولنې په څېر سازمانونو سره همکاري به د دغې غونډې له اصلي محورونو وي.
بلخوا، د سیاسي چارو شنونکي وایي، هر کله چې په داسې غونډو کې د افغانستان په تړاو بحث کېږي، د سرپرست حکومت د استازو حضور هم پکې مهم دی.
د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري په دې اړه داسې وايي: هیوادونه باید په دې فکر وي چې څنګه کولای شي د افغانستان لپاره سیاسي او سیمهییزې ستونزې حل کړي، څو لږ تر لږه یوه حل لارې پیدا شي او نړۍوالو هېوادونو باور وکړي او د افغانستان ستونزې ورو ورو د حل مناسب لاره ومومي.
د سیاسي چارو یوه بل شنوونکي، ادریس محمدي ځاځي
هم و ویل: د رسمیت پیژندلو د بهیر نشتوالی سبب شوی چې خلکو ته ستونزې رامنځته شي. په دغو کنفرانسونو کې باید اسلامي امارت ځان دفاع وکړي او رسمیت پیژندلو ته یوه ګام نږدې شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د کابل او مسکو اړیکو د پام وړ پرمختګ کړی. د روسیې سترې محکمې د ممنوعه ډلو له نوملړه د « طالبانو» نوم په لنډمهالي توګه ځنډولی دی او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته سفر کړی دی.
په دې اړه مو اندونه