د هغو افغانانو لیږد چې د امریکا د کډوالۍ کېسونه یا دوسیې لري درې میاشتې وړاندې وځنډول شو.
دغه پرېکړه د دې لامل شوې چې یو شمېر دغه کسان چې دا مهال په درېیمو هېوادونو کې اوسي، له ورځ تر بلې زیاتېدونکو ستونزو سره مخ شي.
د امریکا د کډوالۍ یوه د دوسیې لرونکې، وايي: هیله من یو چې زموږ دوسیې بیا وکتل شي او د ټولو هغو کسانو په اړه چې په دې پروګرام کې شامل دي، یو عادلانه او ټولیز تصمیم ونیول شي.
د دغو کډوالو یوې ډلې له امریکا غوښتي چې د د دوی پر دوسیو غور وکړي او د دوی بې برخلیکه حالت پای ته ورسوي.
د امریکا د کډوالۍ د دوسیې لرونکی، هم وايي: نور کسان چې لکه زه یوازې تاییدي لري او د هغوی پرواز نه دی تنظیم شوی یا په خپل مهاجرتي پړاو کې و، اوس د شرایطو وړ نه دي او په بشپړ بې برخلیک وضعیت کې ژوند کوي.
بلخوا، د اکسیوس وېب پاڼې پرون راپور ورکړی، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت څه باندې ۲۰۰ افغان کډوالو ته چې په آیووا ایالت کې مېشت دي، برېښنالیکونه لېږلي او له هغوی یې غوښتي چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.
د کډوالو د حقونو فعال، احسان خان احمدزی هم وايي: د امریکا حکومت د دوی د کېسونو په اړه پر خپلې پالیسۍ بیا کتنه وکړي او پکار دا ده چې افغانان دلته داسې بې برخلیکه پرېنښودل شي
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ کاري ورځ یو اجرائیوي فرمان صادر کړچې پر بنسټ یې د کډوالۍ بهیر د څلورو میاشتو لپاره وځنډول شو.
په دې اړه مو اندونه