Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان په کران او منجان کې د دولتي ادارو لپاره یو ښارګوټی جوړیږي

د پنجشېر ځانګړې لوا د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ کې د یوه ښارګوټي جوړولو چارو له پيله خبر ورکوي.

د پنجشېر ځانګړې لوا د انجینرۍ  مدیر وايي، دغه ښارګوټی چې درې کیلومتره اوږدوالي او ۳۰ متره پلنوالی لري،  د ۲۰ حکومتي ادارو ودانۍ، بازار او د یوه روغتیايي مرکز جوړول پکې شامل دي.

د پنجشیر د ځانګړې لوا د انجینرۍ مدیر، نقیب الله فرقاني طلوع‌نیوز ته و ویل: «یو ښارګوټی جوړیږي چې درې کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري. د کران او منجان ولسوالۍ ټولې دولتي ادارې به همدې ځای ته راولېږدولی شي. سربېره پردې، ډېر خلک به په کار بوخت شي او د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو زمینه به ورته برابره شي.»

ځینې حکومتي کارکوونکي او د کران او منجان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د حکومتي ادارو د ودانیو او بازار نشتوالي له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او هیله لري چې د دغې پروژې بشپړېدو سره یې تر یوه بریده ستونزې حل شي.

د بدخشان د کران او منجان ولسوال، ظفرالدین احمدي و ویل: «د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پرته، بله هیڅ اداره ودانۍ نه لري. کله چې ادارې جوړې شي، خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.»

د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالعلیم و ویل: «که دا ښارګوټی جوړ شي، ګټه به یې د ولسوالۍ ټولو خلکو ته ورسېږي.»

کران او منجان د بدخشان یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې د لاجوردو کان یې په نړۍواله کچه شهرت لري خو د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د تېرو حکومتونو پرمهال د پراختیايي پروژو پلې کېدو او ستونزو ته یې د رسېدنې په برخه کې هیڅ راز پاملرنه نه ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه