هېواد کې شته اقتصادي ننګونې د دې لامل شوي، چې ځينې هېوادوال سوالګرۍ ته مخه کړي.
ځينې دروېزګر بېوزلي او بېکاري د سوالګرۍ اصلي لامل ګڼي او د اسلامي امارت له حکومته غواړي، چې هغوی ته کاري فرصتونه برابر کړي.
سوالګر نصیبالله وايي:«زموږ غوښتنه له دولته دا ده، چې موږ سره مرسته وکړي او د کار زمینه برابر کړي؛ ځکه چې نور کاروبار نشته.»
بل سوالګر سید احمد هم وویل:«په کور کې کارګر نهلرو، پلار مې سترګې یې ضعیفې دي او موږ ډېر اړ شوو. د دې اړتيا له کبله، موږ د سختو کارونو یا ګدایي کولو ته مخه کړې ده.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو د مبارزې مرستیال وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې یې له ټول هېواده ۱۷ زره او ۵۶۶ سوداګر راټول کړي دي.
له دې سره هممهاله عبدالحق اخند همکار دغهراز ډاډ ورکوي، چې په دې اړه یې هڅې روانې دي.
ښاغلي همکار په دې هکله وویل:«هغه کسان چې مستحق دي، له هغوی سره تراوسه د سرې میاشتې او اسلامي امارت د مشرتابه له خوا نغدي مرستې شوې دي. په تېرو شپږو میاشتو کې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ زره او ۵۶۶ نارینه او ښځینه مو راټولې کړې دي.»
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې هره ورځ د ګومارل شویو ډلو له لوري د کابل له ښاره له ۱۵۰ تر ۳۰۰ تنو پورې سوالګر راټولوي.
په دې اړه مو اندونه