Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم عمري پنډغالي کې راستنېدونکو ته د مخابراتي خدماتو وړاندې کېدل

د مخابراتي خدمات تنظیم ادارې (اترا) د تورخم په عمري پنډغالي کې راستنېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو خبر ورکړی دی.

د دغې ادارې ویاند، جلال‌الدین شمس ویلي، چې د دغه پنډغالي لپاره د مخابراتي انټنونو فعالولو ترڅنګ، راستنېدونکو ته لنډمهالي څلور میاشتني سیمکارتونه هم وېشل کېږي.

ښاغلي شمس په دې هکله زیاته کړې:«دا سیمکارتونه د څلور میاشتې لپاره ورکول کېږي. راستنېدونکي مکلف دي، چې په دغې څلور میاشتنۍ موده کې خپل سیمکارتونه له برېښنایي تذکرې سره په قانوني توګه ثبت کړي.»

د عمري پنډغالي د معلوماتو کمېټې عمومي مسوول، محمد هاشم میوندوال هم وویل:«موږ ته سهولتونه برابر شوي دي. انټرنېټ په کمپ کې فعال دی او د دوه نیم کیلومتره په اوږدوالي کې پوښښ لري. انټرنېټ کار کوي او موږ خوښ یو.»

ورته‌مهال، له پاکستانه راستنېدونکي د تورخم عمري پنډغالي کې د دې ادارې لخوا د مخابراتي خدماتو له وړاندې کولو څخه خوشحاله دي.

یو له راستنېدونکو د طلوع نیوز خبریال ته وايي:«د هرې کورنۍ لپاره درې سیمکارتونه ورکول کېږي او دغو سیمکارټونه زموږ اړتیاوې پوره کړې دي.»

هدایت‌الله، یو راستنیدونکی، په دې اړه وویل: "د درې سیمکارتونو ترلاسه کولو سره زموږ ډیری جدي ستونزې حل شوې. دغه سیمکارتونه انټرنیټ او وړیا دقیقې لري."

د مخابراتي خدماتو تنظیم ادارې (اترا) د معلوماتو پراساس، هرې مهاجرې کورنۍ ته درې سیمکارتونه وړیا ورکول کیږي چې انټرنیټ او وړیا دقیقې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه