Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خپلو حقونو ترلاسه کولو په موخه د متقاعدینو د سوله ییزو لاریونونو دوام

ځینې متقاعدین کابل کې د یوه لاریون په ترسره کولو له سرپرست حکومته غواړي چې د تقاعد حقوق یې ورکړي. 

دغه متقاعدین له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې بیا بیا په دې موخه راټولیږي او لاریونونه کوي. 

متقاعد، عبدالخالق امرخېل و ویل: «څلور یا پنځه کاله کیږي چې تاویږو راتاویږي، محمد عمر مجاهد چې د امارت بنسټګر و، د خلکو د تقاعد حقوق یې ورکاوه، دوی یې ولې نه ورکوي؟»

بل متقاعد، عبدالرووف حمید و ویل: «موږ دا ټول چې ګورئ در په در یو، دلته راغلي یو چې له اسلامي امارته خپل حقوق وغواړو.»

دوی وایي، د تقاعد حقونو د نه ورکړې له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. 

لاریونوال، عبداللطیب سلام زاده و ویل:«که زموږ حقوق رانه کړي نو اړ یو چې سړک ته لاړ شو او خپل ځان موټرو ته واچوو څو خپل حقونه ترلاسه کړو.»

متقاعد، محمد طاهر له سرپرست حکومته غواړي چې د تقاعد حقونو د ورکړې او نه ورکړې مسله څرګنده کړي او په خبره یې: «موږ د نن او سبا په تمه یو خو تر دې مهاله موږ ته خپل حقوق نه دي راکړل شوي. که اجراات کوي هم و دې وایي او که نه یې کوي هم و دې وایي، څو موږ په خپله لار ولاړ شو.»

اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د تېر کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د اسلامي امارت رهبر په یوه فرمان کې سترې محکمې ته امر کړی و، چې د متقاعدینو د حقونو لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه او دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه