د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سفر د یوې اوونۍ له معافیته خبر ورکړی دی.
د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په یوې بیانیه کې ویلي، چې د قطري چارواکو د لیدو لپاره د امیرخان متقي سفر د اپرېل له ۲۷مې د ۲۰۲۵ کال د مۍ تر ۴مې نېټې منظور شوی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیانیه کې راغلي:«د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټه، چې د ۱۹۸۸ کال پرېکړهلیک پر بنسټ جوړه شوې، د امیرخان متقي پر سفرونو د بندیز معافیت د اپرېل میاشتې له ۲۷مې نېټې، د مۍ میاشتې تر څلورمې نېټې پورې په دوحه کې له قطري چارواکو سره د لیدنو لپاره تصویب کړ.»
د سیاسي چارو شنونکی ګل محمد الدین محمدي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د اسلامي امارت او قطري چارواکو ترمنځ د دوامداره خبرو اترو په پایله کې، هیله مندي شته، چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي. هېڅ داسې مسئله نشته چې د خبرو له لارې حل نهشي.»
په همدې حال کې بیا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو مسوول ضیا احمد تکل طلوعنیوز ته منلې، چې امیرخان متقي به د یوه پلاوي په مشرۍ له دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او نورو مسایلو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج په دې هکله د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«قطر هم له امریکا، هم له عربي هېوادونو او هم له منځنۍ اسیا سره اړیکې لري. دا یوه داسې هېواد دی، چې خپله بیطرفي یې ساتلې ده او د اسلامي امارت دفتر او سفارت، هلته فعاله دي. هیله ده چې دا ناستې په افغانستان کې د ډېرو مسایلو په حل کې ګټورې پرېوځي شي.»
قطر د افغانستان په تحولات کې له فعالو هېوادونو دی، چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کوربتوب یې کړی.
په دې اړه مو اندونه