په تېره نږدې یوه میاشت کې، د پاکستان له لوري کابو ۱۲ زره افغان کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته را اړول شوې دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، چې د ایستل شویو کورنیو په منځ کې، داسې کسان هم شته چې ټول قانوني اسناد لري.
په تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر په دې هکله وايي:«١٢ زره کورنۍ راغلي چې شااوخوا ٧٠ زره افراد کېږي، په دې کورنیو کې اسناد لرونکې هم دي او غیر اسناد لرونکې هم دي، اسناد لرونکې کورنۍ مو کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او غیر اسناد لرونکې کورنۍ مو د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته معرفي کړي چې اسلامي امارت د ټولو کورنیو ملاتړ کړی، ټرانسپورټ یې ورکړی او مرستې ورکړل شوي.
د پاکستاني پولیسو ناسم چلن، د شتمنیو او کورنۍ غړو پاتې کېدل هغه ننګونې دي، چې په جبري ډول را ایستل کېدونکي کډوال ورسره مخ دي.
له پاکستانه را ایستل شوی عبدالباقي وايي:«څلور مې لورګانې پاکستانې کې شولې، درې مې زامن وشول، یو زوی ته مې واده هم وکړ، چې پولیس راغلل ویل یې څنګه کارډ دې دی ما ویل سټیزن کارډ مې دی، ماشومان یې ټول را جیګ کړل، د لس لکه کلدارو مې فصل پاتې شو، ١٨ مېږې، کچالو او نور فصل وو.»
له پاکستانه را ایستل شوي ملوک هم وویل:«١٢٥ پسونه مې وو هغه هملته پاتې دي، ټکټرې مې دي هغه هملته پاتې دي، یو شی مې په لاس نهدی راغلی، د کور ښځینه غړي هم راسره و هغوی په کوهاټ کې ناستې دي.»
له پاکستانه را ایستل شوی محمد اسلام هم څرګنده کړه:«د شپې په یوه بجه او ٢٥ دقیقې یې چاپه را باندې واچوله، لس زره کلدارې یې هم رانه یوړې، په سبا یې موږ هم ډیپورټ کړو، د کډوالۍ کارډونه هم راسره وو.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې د یوې خبرې ناستې پرمهال په پاکستان کې د پي او ار کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د جون تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده د وتلو امر کړی دی.
په دې اړه مو اندونه