Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سیدکرم ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کلنې دوښمنۍ روغه وشوه

د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د ۱۱۰ کلنې شخړې روغه وشوه.

دغه دښمني دوی ته له پلرونو په ميراث پاتې وه او د يوې کورنۍ دوه کسان پکې وژل شوي وو. 

د پکتيا د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رييس، نصير احمد طايب وايي: «موږ نن د ۱۱۰ کلنې پخوانۍ بدۍ په روغه جوړه کې حضور لرو، قومي مشرانو، مسوولينو او د شخړو د هواري کمیټې مسوولينو هم راسره ګډون کړی وو.» 

د هغو کورنیو غړي چې نن يي ترمنځ روغه وشوه خوښ دي او له نورو خلکو هم غواړي چې خپلې ستونزې د دا ډول قومي جرګو له لارې حل کړي. 

د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی، داوود و ویل: «له ټولو خلکو مو غوښتنه دا ده چې خپلې شخړې او بدۍ دغه ډول په سوله بدلې کړي، حتا که مو مالي زيان هم پکې وو.» 

 د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، محمد ايوب هم وايي:«د دغسې شخړو د حل لپاره قومي مشرانو او مسوولينو ته مراجعه وکړي، هر قومي مشر او بانفوذه کسان دې د خلکو بدۍ او نورې ستونزې حل کړي.» 

خو د پکتيا قومي مشران بيا وايي لا هم دې ولايت کې ګڼې قومي او خپل منځي شخړې پاتې او د هواري غوښتنه يې لري. 

قومي مشر، سيد الرحمن په دې اړه داسې وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته واک راکړي که واک راکړي زموږ مسوليت جوړيږي چې شخړې يې حل کړو.»

مسوولين وايي د پکتيا په کچه ورسره ۷۵ سترې شخړې ثبت دي چې له دې ډلې يې ۱۳ د حل په جريان کې دي او د نورو د هواري لپاره هم هڅې کوي.

مسوولين وايي د پکتيا په کچه ورسره ۷۵ سترې شخړې ثبت دي چې له منځه يې ۱۳ د حل په جريان کې دي او د نورو د هواري لپاره هم هڅې کوي.

تصویر بندانگشتی

د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د ۱۱۰ کلنې شخړې روغه وشوه.

دغه دښمني دوی ته له پلرونو په ميراث پاتې وه او د يوې کورنۍ دوه کسان پکې وژل شوي وو. 

د پکتيا د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رييس، نصير احمد طايب وايي: «موږ نن د ۱۱۰ کلنې پخوانۍ بدۍ په روغه جوړه کې حضور لرو، قومي مشرانو، مسوولينو او د شخړو د هواري کمیټې مسوولينو هم راسره ګډون کړی وو.» 

د هغو کورنیو غړي چې نن يي ترمنځ روغه وشوه خوښ دي او له نورو خلکو هم غواړي چې خپلې ستونزې د دا ډول قومي جرګو له لارې حل کړي. 

د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی، داوود و ویل: «له ټولو خلکو مو غوښتنه دا ده چې خپلې شخړې او بدۍ دغه ډول په سوله بدلې کړي، حتا که مو مالي زيان هم پکې وو.» 

 د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، محمد ايوب هم وايي:«د دغسې شخړو د حل لپاره قومي مشرانو او مسوولينو ته مراجعه وکړي، هر قومي مشر او بانفوذه کسان دې د خلکو بدۍ او نورې ستونزې حل کړي.» 

خو د پکتيا قومي مشران بيا وايي لا هم دې ولايت کې ګڼې قومي او خپل منځي شخړې پاتې او د هواري غوښتنه يې لري. 

قومي مشر، سيد الرحمن په دې اړه داسې وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته واک راکړي که واک راکړي زموږ مسوليت جوړيږي چې شخړې يې حل کړو.»

مسوولين وايي د پکتيا په کچه ورسره ۷۵ سترې شخړې ثبت دي چې له دې ډلې يې ۱۳ د حل په جريان کې دي او د نورو د هواري لپاره هم هڅې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه