د هرات سیمهییز مسوولان وایي، چې په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ۵۰ سلنه چټک شوی دی.
د هرات اسلام کلا بندر د کډوالو چارو امریت د معلوماتو پر بنسټ، هره ورځ له پنځه زره زیات افغان کډوال د دغه سرحدي پولې له لارې له ایرانه افغانستان ته داخلېږي.
د اسلام کلا بندر د کډوالو چارو امر عبدالله قیومي وايي:«هغه بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه چې د ایران حکومت پر افغان کډوالو لګوي، افغان کډوال یې دې ته اړ ایستي، چې خپل هېواد ته ستانه شي او په خپل هېواد کې عادي ژوند ته دوام ورکړي.»
کبیر احمد محمدي، له څلور کلن مسافرت وروسته د خپلې کورنۍ له شپږ غړو سره یو ځای په خپل هېواد کې قدم ایښی دی. هغه چې په تهران کې ژوند کړی وایي، د ایران حکومت د فشارونو له امله د دغه هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.
کبیر احمد محمدي وویل:«موږ اړ شوو چې راستانه شو. زموږ د کور د کرايې نیمې پیسې هلته پاتې شوې. د لارې په اوږدو کې له موږ ۳۰ مېلیونه تومان واخیستل شول او اړ شوو، چې له ایرانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوو.»
ځیني دغه را ایستل شوي او راستنېدونکي کډوال د ایران حکومت له ناوړه چلنده شکایت لري. د دوی په خبره، پولیس او ځیني حکومتي ادارې په بېلابېلو پلمو له دوی پیسې اخیستې.
له ایرانه ایستل شوی کډوال چنګیز د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«د لارې په اوږدو کې ډېر ځورول کېږو او ډېرې پیسې رانه اخلي. ښاروالۍ له یوې خوا پیسې اخلي، او چلوونکي له هر کس څخه ۵۰ زره تومان اخلي. په هر موټر کې څلور تر پنځه مېلیونه تومانه راټولېږي او چلوونکو ته سپارل کېږي. هر چاته مو چې شکایت وکړ، چا مو غږ وا نهورېد.»
له ایرانه بل ایستل شوی کډوال همایون رووفي هم وايي:«موږ ته د وتلو پاڼه راکړل شوه او وې ویل چې خپل هېواد ته ستانه شئ، ښایي په کمپونو کې ستونزه رامنځته نهشي. خو کله چې له هغه ځایه وخوځېدلو، له ما سره یو لېست و، چې پهکې ښودل شوي وو، د موټر کرایه او د کارټ لګښت یو نيم مېلیون تومان اخیستل شوي، ښاروالۍ هم یو مېلیون تومان اخیستي و، ان چلوونکو د خپلو موټرو ټایرونه نوي کړل؛ خو د هغوی لګښت یې هم له موږ واخیست.»
هېواد ته د راستنېدونکو کورنیو ترڅنګ، هره ورځ سلګونه کارګر ځوانان هم د ایران د پولیسو له لوري تر نیولو وروسته ایستل کېږي. د ځینو کډوالو په خبره، د ایران حکومت یې اولادونه له ښوونځيو ایستلي او دوی ته یې څه کم درې میاشتې وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.
په دې اړه مو اندونه