Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دفاع وزارت لوی درستیز: دښمنان باید د افغانستان له تاریخه د عبرت درس واخلي

د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي، هر څوک چې د افغانستان د بیاځلې ښکېلاک او نیواک په فکر کې وي، اسلامي امارت به د هغه پر وړاندې ودرېږي.

ښاغلي فطرت کابل کې د غويي د اتمې(د مجاهدینو د بریا د ۳۳ کلیزې) او د هغوی د لاسته راوړنو په مناسبت زیاته کړې، چې نور باید د افغانستان له تاریخه درس واخلي او هېڅ دښمن باید د دغه هېواد د نیواک خیال هم په خپل دهن کې راولي.

د دفاع وزارت لوی درستیز په دې هکله وویل:«دښمن چې هر څومره زور او طاقت ولري، دا طاقت به دوام ونه‌لري. د افغانستان خلک ازاد دي او په د هغوی پر وړاندې په ازاده توګه مبارزه کوي او ځان بریا ته رسوي. دویمه نکته دا ده، چې باید له دې څخه درس واخلو چې دښمن تل زموږ د کمزوریو د پیدا کولو هڅه کوي.»   

د سرحدونو، قومونو او قابایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري هم په دغو مراسمو کې وویل افغانان په یووالي او پیاوړې ارادې سره وتوانېدل، چې خپل ګډ دښمنان مات کړي. نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې له پرمختللو هېوادونو سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې سیالي وکړي.

نورالله نوري زیاتوي:«نن د دې بشارت ورکوو او ان‌شاالله ډاډ ورکوو، راتلونکې ورځې به داسې نږدې وي او رارسېدونکې دي او رارسېدلې دي، چې افغانستان به په هر لحاظ د دنیا له لوړو هېوادونو سره سیالي کوي، په سیاسي لحاظ، په اقتصادي لحاظ په امنیتي لحاظ په هر لحاظ  د افغانستان ملت او ولس دی.»

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه هم وویل:«موږ وینو، چې زموږ او ستاسو د ځوانانو د ذهنونو د خرابولو لپاره بیا هم پر میډا خلک کوښښ کوي چې د هغوی ذهنونه خراب کړي، د جهاد په وخت کې چې خلک بریالي نه‌شول، کوښښ یې وکړ چې په زور یې یو څه ونه‌کړای شول، پر اختلافاتو یې زور کاوه او هېڅ ورته پاتې نه‌دي او دغه لارې ورپاتې دي او کوښښ کوي، چې هغه زاړه مرضونه او زهر د ځوانانو طبقې په ذهنونو کې وپاشي.»
 
د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني یادونه وکړه چې افغانستان باید د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره د عصري علومو او پرمختللو ټکنالوژیو پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د زده کړو د کچې لوړول او د نوې ټکنالوژۍ کارونه د هېواد د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز ارزښت لري.

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست په دې هکله وايي:«موږ په راتلونکي کې له افغانانو ته دفاع کولای شو، له ولسه دفاع کولای شو، له خپل نظام نه دفاع کولای شو، عصري علومو ته پاملرنه، عصري وسایلو برابرول افغانان الحمدالله په تقوا او دیانت کې، د تاریخ په اوږدو کې له یو ولس نه هم کم نه‌دي راغلي.»

مجاهیدین چې په بېلابېلو ګوندونو پورې اړوند وو، له څوارلس کلنې مبارزې وروسته، د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي پر اتمه د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ د کمونیسټي رژیم پر رانسکورولو بریالي شول او د واک پر ګدۍ کېناستل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه