د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران په افغانستان کې د ایراني بندیانو وضعیت تعقیبوي.
د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپل وروستي خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایراني بندیانو شمېر ډېر کم دی؛ خو تهران د هغوی وضعیت په جدي توګه څاري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«موږ یې تعقیبوو، په افغانستان کې د ایراني بندیان شمېر، د یوه لاس د ګوتو شمېر ته هم نهرسېږي، له څو تنو زیات نهدي. موږ د هغوی د هغوی ټولو وضعیت څاروو، تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم، یو کس چې نیول شوی و، هغه بېرته ازاد شوی.»
بلخوا، د هېواد د زندانونو چارو د سمون ادارې ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې یوازې یو ایرانی وګړی بندي دی.
د دې ادارې د ویاند په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۱۶۰۰ افغانان چې په ایران کې بنديان وو، هېواد ته را لېږدول شوي دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند وویل:«له ایران هېواده د افغان زندانیانو د رالېږد په لړ کې، څو ورځې وړاندې هم له ایرانه ۱۹۹ افغان بندیان افغانستان ته راولېږدول او د زندانونو چارو د سمون ادارې ته وسپارل شول، چې له دې سره په تېرو شاوخوا درې کلونو کې له ایرانه د افغان بندیانو د رالېږدول شویو شمېر شاوخوا ۱۶۰۰ تنو ته رسېږي.»
د سیاسي چارو ځېنې شنونکي پر دې باور دي، اسلامي امارت باید له هغو هېوادونو سره خبرې وکړي، چې افغانان پهکې بنديان دي، څو هېواد ته د هغوی د رالېږدولو زمینه برابره شي.
د سیاسي چارو شنونکیي فضلالرحمان اوریا په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«لسګونه زره افغان بندیان، چې دا مهال د ایران د زندانونو تر شا بند پاتې دي، باید په یوه منظم او سیسټماتیک ډول د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي. دا هم باید هېر نهشي چې په بېلابېلو هېوادونو لکه پاکستان، سعودي عربستان او اروپايي هېوادونو کې هم افغانان بندیان دي. دا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت دی، چې د هغو افغان بندیانو د خلاصون لپاره هڅې وکړي، کوم چې په نورو هېوادونو کې بند دي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تازه شاوخوا ۲۰۰ افغان بنديان، چې کلونه یې د ایران په زندانونو کې تېر کړي وو، د دغه هېواد له لوري سرپرست حکومت ته وسپارل شول.
په دې اړه مو اندونه