د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ۲۰ هېوادونو د استازو په ګډون د «افغانستان: اتصال، امنیت او سیمهییز پرمختګ» تر سرلیک لاندې یو نړۍوال کنفرانس جوړ شو.
د اذربایجاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د دولتي امنیت د خدمتونو رییس د دغه کنفرانس موخه د هغو ورانکارو ځواکونو او ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې نړۍواله همغږي وبلله، چې د افغانستان د بې ثباته کولو هوډ لري.
د اذربایجان رسنیو په راپورونو کې راغلي:«هغه دغهراز د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د تاریخي او باور پر بنسټ ولاړو اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اذربایجان تل په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټينګښت لپاره د نړۍوالو نوښتونو ملاتړ کړی دی.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کهچیرې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ریښتینی نیت دا وي، چې له افغانستان سره رښتینی او صادقانه تعامل ولري، نو هېڅ شک نشته، چې افغانستان به وکولی شي ډېر ژر د ملګرو ملتونو عمومي مجمع سره یوځای شي.»
په دغه کنفرانس کې ځینې ګډونوالو هېوادونو څرګنده کړه، چې دغه کنفرانس کولای شي د افغانستان د پایېدونکې سولې په برخه کې عملي ګامونو ته زمینه برابره کړي. هغوی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له ثباته ملاتړ وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي عبدالصادق حمیدزوی طلوعنیوز ته وویل:«په هره غونډه کې، چې د واکمن نظام استازی پهکې حاضر نهوي؛ نو څوک به د خلکو ستونزې یادې کړي؟ او څوک به د دغو ستونزو د حل لپاره زمینه برابره کړي؟ له همدې ځایه څرګندېږي چې د دوی هڅې یوازې د خپلو سیاسي اهدافو د تحقق لپاره دي.»
تر دې وړاندې، د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو ویلي، چې د مسکو امنیتي غونډه د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې جوړېږي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان وضعیت نه یوازې یوه سیمهییزه موضوع ده؛ بلکې د روسیې د سټراټېژیکو ګټو برخه هم ګڼل کېږي.
په دې اړه مو اندونه