Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټام فلېچر: د نجونو له زده‌کړو پرته افغانستان کې پرمختګ ناشونی دی

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر ویلي د نجونو له زده‌کړو او د ښځو له بشپړې وندې پرته په افغانستان کې پرمختګ ناشونی دی.

 نوموړي کابل ته د خپل سفر په لړ کې، افغانستان کې د ځینو مثبتو پرمختګونو یادونه کړې او له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د لا ډېرو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک په دې هکله وايي:«ښاغلي فلېچر ویلي، د افغان ښځو ستونزمن وضعیت لا هم دوام لري او دا موضوع د ملګرو ملتونو له اصلي لومړیتوبونو ده.»

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه ‌پوش طلوع‌نیوز ته وايي:«نن موږ ښځې په افغانستان کې په ټول کې خپلې ستونزې لرو، په ځانګړي توګه دا چې د علم او پوهې دروازه زموږ پر مخ تړلې دي. هره ورځ محدودیتونه زیاتېږي. د اسلامي امارت له حکومته زموږ غوښتنه دا ده، چې باید د افغان ښځو غوښتنو حقونو ته پام وکړي.»

له بلې خوا، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په دې کتنه کې فلېچر په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د دغو بدلونونو له پامه غورځول منصفانه نه‌دي. نوموړي دغه‌راز ویلي، چې فلېچر له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د فطرت په وینا، په دې کتنه کې د ریاست‌‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو پر جبري ایستلو نیوکه کړې او له ټولو هېوادونو سره یې د ښو اړیکو، متقابل درناوي او اقتصادي همکاریو غوښتنه کړې ده.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«ښاغلي فلېچر د افغانستان د امنیت او مثبتو بدلونونو ستاینه وکړه او افغانانو سره د دوامدارو مرستو ژمنه وکړه، نوموړي زیاته کړه، چې د پراختیايي پروژو پلي کولو سره به د افغانانو تکیه پر مرستو راکمه او د ځان‌بسیاینې په لور به نږدې شي.»

 د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«نړۍواله ټولنه مکلفه ده، چې زموږ ملت له پامه ونه‌غورځوي؛ ځکه موږ جګېدو ته اړتیا لرو، که‌چېرې خدای مه‌کړه زموږ کړکېچونه راځي په دې کې بیا زموږ ملت هم مکلف دي.»

بل‌خوا، ټام فلېچر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو، امنیت، سیمه‌‌ییز ثبات، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې او له نشه‌‌يي توکو سره د مبارزې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه