Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو دردناکې کیسې

د کندهار سپین بولدک کې روغتیايي مسوولان وايي، چې د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې یې له پاکستانه د را ایستل شویو ۲ زره او ۶۴۸ هغو کډوالو درملنه کړې، چې په رواني ناروغیو اخته شوي وو.

د مسوولانو په خبره په جبري توګه را ایستل شوي کډوال د یاد هېواد په زندانونو کې په بېلابېلو بڼونو شکنجه او ربړول شوي دي.

کندهار کې د افغاني سرې میاشتي ټولنې د ګرځنده روغتيايي ډلې مسوول محمد مقيم نعيمي په دې هکله وايي:«دلته راغلي کډوال، چې پاکستان کې زنداني شوي د وهلو له امله یې لاهم پر بدن د شکنجې اثار پاتې دي، دوی له رواني ناخوالو کړېږي؛ ځکه د کورنۍ غړي يې پاکستان کې پاتې دي او دوی يوازي راغلي دي»

ډاکټر محمد اکبر هم وویل:«موږ دلته ويروسي ناروغيو په ګډون د رواني ناروغانو د درملني اسانتیاوي لرو او د هغوی بشپړه درملنه ترسره کوو.»

۳۳ کلن نجیب‌الله پاکستان کې تر نيول کېدو او بند تېرولو وروسته د کورنۍ له غړو پرته په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستون کړای شوی، چې دم‌ګړۍ یې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په روغتيایي مرکز کې رواني درملنه کېږي.

نجيب‌الله د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«کورنۍ پسې مي زړه خپه دی؛ ځکه ټوله کورنۍ مې پاکستان کې پاتې ده، خو اوس د ډاکټرانو له لوري درمل او د اسلامي امارت له لوري ډاډ راکول کېږي»

له پاکستانه بل را ایستل شوی عبدالهادي هم وايي:«شونډې مې له زيات خپګان نه چاودلې دي، تاڼه کې يې زنداني کړی وم، هېڅ نه‌وو. سر مې درد کوي او تګ نشم کولای؛ خو دلته مې درملنه روانه ده، پاکستان کې د زندان حالت سخت و.»

په سپین بولدک کې ځینې نور کډوال هم له افغان کډوالو سره د پاکستاني نظامیانو د ناوړه چلند بوږنونکي روایتونه لري. دوی وايي د پاکستان په زندانونو کې رواني شکنجو او د کورني غړو بېلتون له امله له ذهني ګډوډۍ سره مخ کړي دي.

له پاکستانه را ایستل شوی شفيع‌الله طلوع‌نیوز ته وايي:«ډېر بد وضعیت و، ډوډۍ يې په تاڼه کې موږ ته نه راکوه، دوه زره به مو د ډوډۍ لپاره ورکړې؛ خو دوې ډوډۍ به یې راته راوړلې، نور هر څه به یې خپله واخیستل.»

له پاکستانه را ایستل شوی جمعه خان هم څرګندوي:«ډزې يې پرې وکړې او هغوی ته وویل، چې ژر باید له پاکستانه ووځئ او افغانستانه ولاړ شئ. هغوی له زموږ سره زيات ظلم کاوه.»

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ورځني ډول د سپین بولدک له لارې د کډوالو ۳۰۰ کورنۍ هېواد ته په جبري توګه راستنېږي، چې له بیړنيو بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه