د پروان سيمهییز مسوولين له افغانستان سره د بشري مرستو بندیدو په اړه اندېښنه څرګندولو سره وايي د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي بشري مرستو ته اړ دي.
د بسم الله په نوم عمر خوړلی سړی چې د خپلې کورنۍ یوازنی ګټيالی دی د پروان مرکز چاريکار ښار کې په یوه څنډه کې بوټان ګنډي او له دې لارې د خپلو اولادونو اړتیاوی پوره کوي.
خو د کار او عاید نشتوالي له امله په جدي ډول بشري مرستو ته اړتیا لري او تر دامهاله یې هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.
بسم الله د خپل وضعیت په اړه داسې وايي: «هیڅ مرسته مو نه ده ترلاسه کړې؛ نه مو اوړه په سترګو ولیدل او نه وریجې. زما په څېر زرګونه اړ او وږې خلک په ښار کې ګرځي.»
د پروان ځینې نور اوسېدونکي هم وايي، د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي بشر پاله مرستو ته اړ دي او له نړیوالو او کورنیو بنسټونو غواړي چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې له سره پیل کړي.
غلام دستگیر، چې د پروان اوسېدونکی دی، وايي: «ما ژمي کې یوه ښځه ولیده چې د سړکونو له غاړو پلاستیک ټولوي. ورته ومې ویل چې ولې دا کار کوې؟ ویې ویل: دا کار ځکه کوم چې کور مې تود کړم، ځکه د سون توکي نه لرو.»
عبدالصمد هم د پروان اوسېدونکی دی. هغه طلوعنیوز ته د خپل او د خلکو د وضعیت په اړه وویل: «کار نشته، مزدوري نشته، او خلک په ډېر بد حالت کې دي.»
ورته مهال د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې په تېر ۱۴۰۳ لمريز کال کې يې د دغه ولایت له ۱۱ زره زياتو اړمنو کورنیو ته یې بشري مرستې رسولي دي خو د امریکا له لوري له افغانستان سره مرستو بندېدو له امله د دغه ولایت اوسېدونکو سره په پام وړ ډول مرستو کمېدو ته اندېښمن دي.
د پروان د کليو، بيارغونې او پراختيا رییس، عبدالصمد صادق په دې اړه وايي: «نن ورځ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په لومړیو کلونو کې چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، ډېرې مرستې وې، خو د وخت په تېرېدو سره مرستې کمې شوې او زموږ خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»
دا پداسې حال کې ده چې د اقتصادي مسایلو ځینو کارپوهانو په باور که له افغانستان سره د امریکا او نورو نړیوالو بنسټونو مرستې له سره پیل نشي بشري مرستو ته به د اړمنو کورنیو شمېر په پام وړ ډول زیات شي.
په دې اړه مو اندونه