په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر، کندهار ته په خپل سفر کې د روغتیايي بودیجې کمښت له سختو اغېزو خبرداری ورکړی دی.
ښاغلی فلېچر ویلي، چې د سلګونو روغتیايي مرکزونو تړل کېدو مېلیونه کسان له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي، او دغه کار پر پاتې روغتونونو دروند فشار راوړی دی.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاتوي:«موږ کله د بودیجې د کمښت خبره په ټولیزه توګه کوو یعنې د ارقامو او شمېرو په بڼه؛ خو زه له هر هغه چا چې دا پرېکړې کوي، غوښتنه کوم چې راشي او له داسې یوه روغتونه لکه دا چې دلته په کندهار کې دی، لیدنه وکړي، چېرې چې موږ یوازې په څو میاشتو کې اړ شوو، چې د درملنې ۴۰۰ مرکزونه وتړو، او دا له روغتیايي خدمتونو د څه باندې درې مېلیونه تنو محرومولو په مانا ده.»
هغه زیاته کړه، چې د مرستو د کمېدو له امله ډېر روغتیايي کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځې، د خپلو معاشونو له ۵۰ تر ۶۰ سلنې کمښت سره مخ شوې دي.
ډاکټر سید عبدالله احمدي طلوعنیوز ته وايي:«ان که بهرنۍ مرستې هم وي؛ خو که يو منظمه قانون او ښه سیستم د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نهوي؛ نو دغه خدمتونه به ناکامه شي. زما نظر دا دی، د عامې روغتیا وزارت باید هغه وړ کادرونه، چې په قانون جوړونه او سیسټم جوړونې کې مهارت لري او اوس په افغانستان کې دي، هغوی ته صلاحیت ورکړي.»
له دې سره هممهاله، د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، چې روغتیایي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.
نوموړی ټینګار کوي، چې له ننګونو سره سره، په هېواد کې روغتیایي خدمتونه دوام لري او کهچېرې ملاتړي مرکزونه وتړل شي، وزارت پر بدیلو حل لارو کار کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله وویل:«اوس هم زموږ د روغتیا مرکزي سیسټم دی په مسلسل ډول روان دی او زموږ په مرکزي سیسټم کې د اړینو خدمتونو پر وړاندې کوم خنډ نهدی رامنځته شوی او کوښښ کوو، کوم ختدمونه چې ملاتړي دي، ډېری هغه خدمتونه چې مخکې د نړۍوالو سازمانونو او د نړۍوالو ادارو له لوري د افغانستان د روغتیا سیسټم سره روان وو، ملاتړي خدمتونه وو، زموږ په مرکزي سیسټم کې کوم خنډ نهدی رامنځته شوی او انشاالله نهبه واقع شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د دروان زېږدیز کال تر جون میاشتې به په افغانستان کې ۸۰ سلنه هغه روغتیایي مرکزونه وتړل شي، چې دغه سازمان یې ملاتړ کوي.
همداراز، د ماشومانو د ژغورنې صندوق هم تائید کړې، چې په هېواد کې د دغه بنسټ تر پوښښ لاندې ۱۸روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه