Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د لګولو پر څرنګوالي نیوکه کوي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د لګولو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.

ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې ځینې مرستندوی بنسټونه، هغه بودیجه چې افغانستان ته ځانګړې شوې، په سمه او اغېزناکه توګه نه‌لګوي.

د هغه په وینا، په دې وروستیو کې د خوړو نړۍوال سازمان افغانستان ته ۷ زره ټنه بې‌ کیفیته خوراکي توکي او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام هم د نري رنځ یا توبرکلوز د تشخیص ۶۵۰ غیر معیاري کټونه وارد کړي دي.
 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي په دې هکله وویل:«د خوړو نړۍوال پروګرام یا (WFP)۶زره او ۷۵۰٫۲۰ مټریک ټنه  سوپر سیریل مواد چې له بېلابېلو غله جاتو ترکیب دی د ښځو او ماشومانو د تغذیې په موخه افغانستان ته را وارد کړي دي؛ خو له بده مرغه دغه لوی کچه مواد چې افغانستان ته د بشري مرستو په نوم راوړل شوي د پېرلو پر مهال یې، د خوړو د خوندیتوب معیارونه په نظر کې نه‌دي نیول شوي.»

ښاغلي جلالي په خپلو خبرو کې دغه راز زیاته کړه چې مرستندوی بنسټونه او نړیوالې مؤسسې باید خپلې مرستې په رڼه توګه ولګوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي:«ځينې موسسې په ډېر لوړ قیمت خدمتونه وړاندې کوي، د بېلګې په ډول یوه موسسه، چې نږدې شپږ کلینیکونه وو په ۶٫۵ مېلیونه ډالره تمویلوي، چې دا یوه ولایت د یوه کال له بودیجې سره برابره ده. ځينې وختونه زموږ نړۍوال همکاران د ټولنې اړتیاوې او د وزارت لومړیتوبونه په نظر کې نه‌نیسي.»

له دې سره هم‌مهاله، د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو عمومي رییس نعیم‌الله ایوبي د لوړ کیفیت لرونکو درملو پر وارداتو او تولید ټینګار وکړ او له ازبیکستان او ایران سره یې د هوکړه لیکونو د لاسلیک خبر ورکړ.

ښاغلي ایوبي په دې هکله وویل:«د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو هېوادونو څخه د باکیفیته، خوندي او ګټورو درملو او روغتیايي محصولاتو د تورید او تنظیمي چارو د لا ښه مدیریت په موخه، د ازبیکستان او ایران هېوادونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي او په نږدې راتلونکي کې به له هندوستان، ترکیې او پاکستان هېوادونو سره هم دغه هوکړې لاسلیک شي.»   

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د درملو د تولید ۱۰۳ فابریکو او د منځلو د توکو ۱۹ فابریکو له دغه وزارته د فعالیت جواز اخیستی دی او دغه راز د معیاري صنعتي پارک د جوړولو لپاره، چې درمل او روغتیایي محصولات په‌کې تولید شي، په میربچه کوټ ولسوالۍ کې ۱۴۱۶جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه