د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې کابل ته د لوړپوړي امریکايي پلاوي تر سفر وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ مستقیم تماسونه پیل شوي دي.
امیرخان متقي هیله څرګندوي چې دا تماسونه به د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه کېدو ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي متقي له الجزیرې سره په مرکه کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت د دوحې هوکړه لیک ټولې ژمنې عملي کړي، خو د دې هوکړې ځینې هغه مادې چې په امریکايي لوري پورې اړه لري - لکه له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم لېرې کول تر اوسه نه دي پلي شوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي ویلي: «په ځلونو مو ټینګار کړی چې امریکا باید د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو واقعي درک ولري. نه دلته امنیتي ګواښ شته، نه د مخدره توکو قاچاق، او نه هم د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې استفاده کېږي. که د تبلیغاتو پر ځای واقعیتونو ته وکتل شي، د اړیکو د ښه کېدو لپاره ښه زمینه برابره ده.»
متقي دغه راز، په روسیه کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم اېستل د اړیکو د پراختیا په تېره بیا د سوداګرۍ په برخه کې « مثبت ګام» ګڼي او ټینګار کوي چې افغانستان له ټولو لورو سره متوازنې اړیکې رامنځته کړې دي.
هغه زیاته کړې: «موږ د روسیې دا وروستۍ پرېکړه مهم ګام بولو. اوس د اقتصادي همکاریو لپاره لا زیاته زمینه برابره شوې ده. د افغانستان جغرافیایي موقعیت کولای شي روسیې ته هم ګټور وي .»
د سیاسي چارو شنوونکی، فضل الرحمن اوریا په دې اړه وايي: «اړینه ده چې افغانستان د ختیځو او لویدیځو قدرتونو ترمنځ متوازنه او بشپړه بېطرفه تګلاره خپله کړي او د همدې پر بنسټ د هېواد له مشروعو ګټو ساتنه وکړي.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکي، ویس ناصري هم و ویل: «په تېر درېیو کلونو او اتو میاشتو کې له ټولو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه له امریکا، روسیې، هند، چین او پاکستان سره عملي اړیکې موجودې وې؛ خو مشروعه اړیکه، یعنې له دولته سره د دولت رسمي اړیکه تر اوسه نه ده ټینګه شوې. د دې لامل هم د نړۍ شرایط، د امریکا، روسیې، هند، چین، پاکستان او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وضعیت دی.»
متقي د سیمه ییزو اړیکو په تړاو هم ویلي چې اسلامي امارت د هند او پاکستان ترمنځ د هیڅ ډول ترینګلتیا غوښتونکی نه دی او د اختلافاتو د حل لپاره له مستقیمو خبرو ملاتړ کوي.
نوموړي دغه راز له قطر سره د اړیکو په تړاو ویلي چې د کابل او دوحې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او سوداګریزو همکاریو لپاره نوې فرصتونه رامنځته شوي دي.
په دې اړه مو اندونه