په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وایي، افغان ښځې نه غواړي چې وژغورل شي بلکې غواړي چې غږونه یې واورېدل شي.
فلېچر دا خبرې په کندز کې د یوه روغتیايي مرکز د لیدنې پر مهال وکړې؛ په دغه مرکز کې د واکسین، د میندو او ماشومانو د مراقبتونو او تغذیې خدمتونه وړاندې کېږي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ټام فلېچر وايي: «دلته په کندز کې له ښځو اورو چې له اپرېل میاشتې راهیسې یې د مرستو د بندېدو له امله هر څه له لاسه ورکوي. اوس تر ټولو نږدې روغتون ته پر بایسکل درې ساعته مزل دی. نږدې کلینیکونه تړل شوي دي. نو زه له ښځو اورم چې په داسې حال کې چې سختې امینداورې دي، مجبورې شوې چې نږدې روغتون ته د بایسکېل په مټ ورسول شي او په پایله کې یې خپل ماشومان له لاسه ورکړي دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، اسماعیل ځدراڼ په دې اړه وايي: که له نړۍوالو سره دي، که د سیمې له هېوادونو سره دي، که په کور دننه دي. د دوی لپاره پکار ده چې دوی ډېر نرمښت وښيي. د افغانستان رښتینی انځور له نړۍوالو سره شریک کړي. څو نړۍوال هم و پوهیږي چې دوی په بد حالت کې دي او ستونزو سره مخ دي. ولس هم په دې پوه شي چې ستونزې یې له نړۍوالو سره شریکې شوې دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال هم ویلي چې فیلچر د کندز له چارواکو سره په کتنه کې، خبر شوی چې د بودجې کموالی د ماین پاکۍ پروګرامونه هم اغېزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال، فرحان حق بیا ویلي: «د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال دغه راز واورېدل چې د بودجې کمښت څنګه د ماین پاکۍ چارې فلج کړي دي. ماینونه هره میاشت په افغانستان کې شاوخوا ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړوي چې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي؛ دا ماشومان تر ډېره د لوبو پر مهال یا ښوونځي ته د تګ پر وخت زیانمنېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی، کامران امان بیا وايي: دوی باید غټه سرمایه ګذاري وکړي او هغه څانګه چې ماینونه خنثی کوي له هغوی سره اقتصادي مرسته وکړي او دغې همکارۍ ته دوام ورکړي. موږ لا تر اوسه په سوله کې نه یو، زموږ ماشومان، زموږ څاروي په بمونو الوځي، اوس هم په ماینونو افغانان وژل کیږي.
فلېچر د اپرېل له ۲۷مې افغانستان ته راغلی او ټاکل شوې چې د مې پر دویمه خپل شپږ ورځنی سفر پای ته ورسوي.
نوموړي د دغه سفر په لړ کې په کابل، کندهار او کندز کې د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي او د ملګرو ملتونو د بشري همکاریو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه