د ټولګټو وزارت وایي، د افغانستان - چین له رېل پټلۍ تر دې مهاله لس زره شل فوټه کانټینره انتقالات شوي دي.
د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال، محمد اسحاق صاحب زاده په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې دغه لار ارزانه او اسانه بللې او زیاته کړې یې ده چې هڅې روانې دي څو د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي او د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم پراخه شي.
د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده و ویل: «تېر کال کې له چین څخه لس زره کانټینرونه افغانستان ته راغلي، دا هم د سوداګرو لپاره یوه اسانه، ارزانه، او لنډه لار ده چې په اسانۍ سره رسیږي، په ارزانه بیه انتقالیږي او خوندي انتقال تضمینوي.»
په همدې حال، کابل کې د چین سفیر د افغانستان او چین د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته په پام سره، وایي، چین هڅه کوي چې د اقتصادي پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان او چین ترمنځ د وسپنې پټلۍ اقتصادي دهلېز کولای شي د افغانستان صنعت ته وده ورکړي او دا هېواد د سیمې له ثبات سره ونښلوي.
کابل کې د چین سفیر، ژاو شینګ و ویل: «دا پروژه سیمه کې پر افغاستان باور زیاتوي او افغانستان د سیمې له ثبات سره نښلوي د دغه هېواد صنعت ته وده ورکوي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابروي. دغه دهلېز افغانستان د عصري کېدو او صادراتي کېدو په لور بیایي او چین غواړي چې په اقتصادي برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.»
د ازبیکستان استازي هم په دې غونډه کې ویلي: « له دې لارې سوداګرو ته ټولې اسانتیاوې او امکانات برابر شوي او موږ باور لرو چې د لېږد ظرفیت به نور هم لوړ شي. د یادونې وړ ده چې له دې لارې د افغانستان صادرات او واردات زیات شوي دي.»
د افغانستان، چین، ازبیکستان او قرغیزستان دا څلور اړخیزه دهلېز په ۲۰۲۲ کال کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته جوړ شو او له دې لارې حیرتان بندر ته کانټېنري انتقالات پیل شول.
په دې اړه مو اندونه